1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي چې د داعش ضد مبارزې ته دوام ورکړي

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

په سيمه کې د تاوتريخوالو سربېره هم د آلمان حکومت نه غواړي چې خپل سرتېري له عراقه په شا کړي. ويل کيږي چې د داعش ضد مبارزه به دوام ومومي.

Bundeswehr im Irak
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د متحده آيالاتو له خوا د ايراني جنرال قاسم سلماني تر وژنې وروسته به د آلمان څه نا څه ۱۲۰ سرتېري په عراق کې پاته شي. د آلمان د دفاع وزيرې، انګرېت کرامپ کارنباور ويلي دي چې «عراق بايد ګډوډ نه کړل شي. په تېره بيا بايد عراق د افراطيانو تر کنترول لاندې را نه شي.»
د هغې په خبره مهمه ده چې د تروريستي ډلې «اسلامي دولت» ضد جګړه دوام پيدا کړي. له دې کبله به آلمان د داعش ضد نړيوال ائتلاف په چوکاټ کې له خپلو ملګرو سره يو ځای د داعش په وړاندې فعاليتونو ته ادامه ورکوي او د سيمې د ثبات له پاره به کار کوي. 
د اپوزيسيون سياستوالو له عراقه د آلماني سرتېرو د ايستلو غوښتنه کړې وه. د جمعې په ورځ د آلمان پوځ د کردانو او د عراق د مرکزي حکومت د امنيتي ځواکونو روزنه ځنډولې وه. دغسې يوه پرېکړه د داعش ضد ائتلاف اصلي مقر، د امنيتي وجوهاتو له مخې کړې وه.  

hk/se (dpa, rtr)-ن ص/ش ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب