د افغانستان له پاره د آلمان حکومت ځانګړی استازی، ياسپر ويک، وايي امکان لري چې د آلمان سفارتي پرسونل د ۲۰۲۲ کال په پيل کې کابل ته ستون شي.
اعلان
د آلمان د حکومت له خوا د افغانستان له پاره ټاکل شوی ځانګړی استازی، ياسپر ويک، البته دا هم زياتوي چې دا په ديپلوماتيک ډول د طالبانو د رژيم د په رسميت پېژندلو معنی نه ورکوي.
پر دغې خبرې ويک د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۴نېټه) د ويليګست په ښار کې د افغانستان په هکله د پروتستانت اکاډمۍ د ۳۵ مې غونډې پر مهال ټينګار وکړ. د هغه په وينا د سفارت تر پرانيستلو تر مخه البته بايد امنيتي ستونزې هم حل شي.
ويک دا هم وويل چې په اوړي کې له افغانستان څخه د آلمان پوځ راوتل دا معنی نه لري چې آلمان د افغانستان له پاره خپلې مرستې بندې کړې دي، بلکې د اګست د ۱۵مې نېټې راهيسې ۳۰۰۰ افغانې ښځې او نارينه له افغانستان څخه راويستل شوي دي. سربېره پر دې آلمان د کال تر پايه پورې اضافه ۶۰۰ ميليونه يورو د بشري مرستو له پاره په اختيار کې ورکوي.
تر چاودني وروسته په سيمه کي اور بل سو او نژدې ۳۰ موټر چي پردغه لار يوه او بل اړخ ته روان ول ويجاړ سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai
د چاودني له ځايه لږ ليري هم موټرو اور اخيستی دئ.
انځور: Reuters/O. Sobhani
افغان چارواکو په لومړي سر کي تلفات ډېر لږ ښوولي ول.
انځور: Reuters/H. Sayedi
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د وروستيو معلوماتو له مخي په دغه پيښه کي ۸۰ کسان ول سوي او تر ۳۵۰ زيات ټپيان سوي دي.
انځور: Reuters/M. Ismail
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مي په دغه چاودنه کي د سفارت يو افغان ساتونکی وژل سوی او يو کارکوونکی ټپي سوی دئ. په انځور کي د جرمني سفارت تر چاودني وروسته ښکاري.