آلمان ـ کابينې د دريم جنس د ثبت قانوني مسوده ومنله
۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه» د آلمان کابینې داسې یوه مسوده تصویب کړه چې له مخې یې په آلمان کې د هویت د ثبت په مرکزونو کې خلک کولی شي دریم جنس هم ثبت کړي. په دې معنی چې تر دې وړاندې به یو کس یا نارینه وو او یا ښځینه، او د دریم جنس لرونکو کسانو جنسيت به نه درج کیدو. د نوي قانون له مخې له دې وروسته به په آلمان کې د دریم جنسیت لرونکي کسان هم د دې امکان په لاس کې ولري چې دریم جنس د دې هیواد د هویت په اسنادو کې ثبت کړي.
خو پوښتنه دا ده چې دغو کسانو ته څه ډول هویت لیکل کیږي. د نوي قانون پر بنسټ اوس به دوه جنسیته کسانو ته د «ډایورس» کلمه چې د «بل» یا «نور» په معنی ده، وکارول شي.
په آلمان کې د قانون دغه مسوده وروسته له هغې تصویب شوه، کله چې تیر کال د آلمان د اساسي قانون یوې محکمې پریکړه وکړه چې د هویت د ثبت اوسنی قانون د ځینو کسانو فردي حقوق تر پښو لاندې کوي.
يادي محکمې د يوې قضيې د څېړلو پر وخت د دريم جنسيت د درج د اړتيا خبره کړې وه. په دغه قضيه کي يو کس چي صرف يې «X» کروموسوم درلود او دويم کروموسوم يې نه ؤ، نه ؤ توانېدلی چي د نوم د ثبت په اداره کي د زېږېدنې په خپله پاڼه کي خپل جنسيت له «ښځينه» څخه دريم يا «بېل» جنسيت ته تبديل کړي. له بیولیوژیکي پلوه ښځې د «X» دوه کروموزومه لري او سړي یا نارینه بیا یو د « X» او بل د «Y» کروموزوم لري.
د آلمان د کابیني له لوري تصویب شوی دغه نوې قانوني مسوده مخکې له دې چې عملي بڼه غوره کړي، د دې هیواد د پارلمان تصویب ته هم اړتیا لري.
په آلمان کې د شمیرو له مخې د ۸۰ زرو او ۱۲۰ زرو کسانو په منځ کې د دریم جنسیت لرونکي کسان ژوند کوي. دا په دې معنی ده چې دغه شمیر کسانو تر دې مخکې یو جنسیتي هویت نه درلود.