1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: قرنطین شویو کورنیو پر پولیسو برید کړی

۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبه

د آلمان په ګوټینګن ښار کې د استوګنې په اپارتمانونو کې چې اوسمهال تر قرنطین لاندې دي، احتمالاً شاوخوا ۱۲۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. دغو اوسیدونکو پر پولیسو د ډبرو، ټایرونو او ان د کمپیوټرونو ګوزارونه کړي دي.

Coronavirus  Göttingen gesperrter Wohnkomplex
انځور: picture-alliance/dpa/S. Rampfel

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۲۰مه نیټه) د آلمان په ګوټینګن ښار کې ګڼ شمیر کورنۍ د کرونا له کبله تر سخت قرنطین لاندې دي. د اپارتمانونو د اوسیدونو په ډله کې احتمالاً ‍۱۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دغو قهرجنو کسانو د شنبې په ورځ پر پولیسو د ټایرونو، ډبرو او ان د کمپیوټرونو ګوزارونه کړي دي چې له کبله یې پولیس اړ شوي چې اوښکې بهونکی ګاز استفاده کړې او دغه قهرجن کسان بیرته خپلو کورونو ته داخل کړي. د پولیسو په وینا په دغه پیښه کې یو شمیر پولیس افسران ټپیان شوي هم دي.

د ځايي چارواکو په خبره د استوګنې په دغو کورونو کې ښايي شاوخوا ۱۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي وي چې له کبله یې چارواکو د ټولو ۷۰۰ کسانو د قرنطین امر کړی دی. د نیدر زاکسن ایالت د پولیسو په وینا، د پولیسو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ دغه اخ او ډب د شنبې ورځې په نیمايي کې رامنځ ته شوی دی.

انځور: picture-alliance/dpa/S. Rampfel

چارواکو ویلي چې دغو کسانو له خپلو کورونو څخه پر پولیسو باندې د ډبرو، ټایرونو او ان کمپیوټرونو ګوزارونه کړي او یو شمیر نورو یې ځینو توکو ته اور هم اچولی وو. چارواکي زیاتوي چې له دغو کسانو یو شمیر یې هڅه کړې چې د دوی له کورونو را تاو شوې جالۍ هم ماتې کړي.

چارواکو د کورونو دغه استوګون د یوې میاشتې له پاره قرنطین کړي دي. د دغه ښار حکومتي چارواکو خلک هڅولي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي څو د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوی ممکن شي. د آلمان خبري آژانس د ګوټینګن د ځايي حکومتي چارواکو په حواله ویلي چې په دغو کورونو کې له ۲۰۰ ډیر ماشومان او تنکي ځوانان هم له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب