1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له «آ اف ډې» گوند سره د ښکلا سیالۍ حجابي گډون کوونکې مبارزه

گل غوټۍ پوپل | د ډویچه ویلې آلمانۍ پاڼه
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

بُشرا سید د آلمان د ښکلا سیالۍ (Miss-Germany) د نوماندې په توگه له حجاب سره صحنې ته ولاړه. داسې یو څه چې تراوسه یې سابقه نه درلوده. دا موضوع د «آ اف ډې» گوند له پاره د خوښې وړ نه وه. خو دغه گوند ته د هغې جواب وایرل سو.

 د ښکلا سیالۍ گډونواله  حجاب لرونکې بشرا سید
بُشرا سید په مارچ میاشت کې »د آلمان د ښکلا ملکې« په سیالۍ کې گډون وکړ او تر وروستي پړاو مخ ته ولاړه. انځور: Jens Kalaene/dpa/picture alliance

هغه متل چې وايي «که کوم چا درته لیمو درکړ، ورڅخه د لیمو شربت جوړ کړه.» ښايي د بُشرا سید له پاره حقیقي معنی پیدا کړې وي. هغې وکولای سول خپل له هغه موقف څخه چې کیدای سي سړی هغه توهین آمیزه او غمجن او په هرحال له تبعیضه ډک وبولي، لویه لاسته راوړنه ولري، هم له اقتصادي پلوه او تر هغه مهم له انساني پلوه.

څه پیښ سول؟

بُشرا سید په مارچ میاشت کې »د آلمان د ښکلا ملکې« په سیالۍ کې گډون وکړ او تر وروستي پړاو مخ ته ولاړه. دغه سیالي له څو کلونو راهیسې یوازې پر ظاهر باندې تمرکز نه کوي، بلکې د ښځو پر توانمندۍ هم ولاړه ده. د دغه پروگرام له پاره بریالۍ ښځې نومول کیږي او په پام کې ده چې هغوی،  تر هرڅه زیات د خپل شخصیت او لاس ته راوړنو له امله وستایلې سي.

۲۷ کلنه بُشرا سید یوه کارفرما ده. هغه حجابونه طراحي کوي، هغه پلوري او په خپله هم حجاب اغوندي. هغې »د آلمان ښکلا ملکې« په مسابقې کې هم له خپل شخصي کلکسیون څخه یو حجاب اغوستی و. دغې موضوع د آلمان په رسنیو کې ډیره پاملرنه ځانته راواړوله، ځکه سید (د دغې سیالۍ له یوې بلې نوماندې سره) د دغې مسابقې په تاریخ کې لومړنۍ حجاب لرونکي ښځي وې.

اړونده موضوع: حجاب په آلمان کې د مسلمانانو د بحث اصلي موضوع ده

څو ورځې وروسته په دغه برنامه کې د هغې حضور د آلمان پارلمان یا بوندستاگ ته ورسید. د «آلمان له پاره بدیل گوند» یا »آ اف ډې« چي ځینې برخې یې ښي اړخه افراطي بلل کیږي، استازې، بئاتریکس فون شتورخ د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت په غوسې سره وویل: «»حجاب د آلمان د ښکلا ملکې د مسابقې په فاینل کې او یوه له هغو څخه نه یوازې حجاب لري، بلکې د حجاب یوه ریښتینې فعاله ده. هغه د حجاب له پاره بازار موندنه کوي.»

د هغې هدف بُشرا سید و. د فون شتروخ نتیجه گیري داوه: «که د آلمان د ښکلا ملکې په سیالۍ کې د دا ډول اسلامي فعالې حضور د پرمختگ نښه وي، بیا نو موږ په  مزخرفستان (Absurdistan) کې ژوند کوو، هغه هم په یوه ډیر خطرناک  مزخرفستان کې.»

څو اونۍ وروسته بُشرا سید ته له ډویچه ویلې سره په خبرو اترو کې په یاد ورځي چې د دغې وینا پر مهال یې څه ډول احساس درلود: «که رښتیا ووایم شاک نه سوم. حتی لږ خوشحاله هم سوم، ځکه له ځانه سره مې فکر وکړ، هغه ماموریت چې له پاره يې د ښکلا ملکې سیالۍ ته تللې وم ، نه سي کولای د آلمان په پارلمان کې له مطرح کیدو زیات د توجه وړ وگرځي.»

هغې مخکې له دې خپل ماموریت داسې توصیف کړی و: «غواړم د آلمان د ښکلا ملکې په سیالۍ کې د یوه داسې راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړم چې پکښي تنوع یا رنگارنگي د لیدو وړ وي او هره ښځه ورسره د اړیکې احساس وکړي، حتی له حجاب سره. نه د یوه موډ، بلکې د یوه واقعیت په توگه.»

د »آ اف ډې په مخفف کوډ« سره وایرالي غبرگون

سید، د بئاتریکس فون شتورخ خبرو ته په ټولنیزو شبکو کې غبرگون وښود، البته په هغه طنزآمیزه سبک سره چې فالور یې ورسره آشنا دي.

هغې په انستاگرام او ټیک ټاک کې په طنزي ډول وویل: «»له «»آ اف ډې» گوند څخه د هغې« ملگرې» د آلمان په پارلمان کې د لومړي ځل له پاره د هغې او د هغې د برند له پاره اعلان وکړ او زیاته یې کړه: «بیا نو لطفاً ورسره مهربانه اوسئ!»

د فون شتورخ د وینا د یوې برخې له خپریدو وروسته، سید، ویډیو په دې جملې سره ختمه کړه: «دا د هغې لومړۍ همکاري وه، د همدې له پاره یې د تخفیف کوډ هیر کړ،"AfD10 " چې په مرسته یې په ټولو حجابونو کې لس سلنه تخفیف اخلئ.»

دغه ویډیو په ټولنزیو شبکو کې په پراخه کچه شریکه سوه او دغه ریل یوازې په انستاگرام کې ددغه رپوټ تر لیکلو پورې شپږ میلیونه لیدونکي درلودل.

سید وايي: «خلک نه یوازې د نظرونو په برخه کې، بلکې زموږ د آنلاین له مغازې سره هم خپل یووالی ښکاره کړ، حتی هغو کسانو چې مسلمانان نه دي. غیرمسلمانو ښځو او نارینه وو په حیرانتیا سره د حجابونو فرمایش ورکړ. حتی له مسیحي کشیشانو مو هم پیغامونه درلودل چې ویل یې موږ هم د پیوستون له امله حجاب ته فرمایش ورکوو. واقعاً د حیرانتیا وړ وو.»

ستره ټولنه

د سید اکاونټ اوس څه د پاسه ۱۶۰ زره فالوور لري، هغه وايي: «بې اندازې ډیر خلک زما له ټولنې سره یو ځای سوي او زه واقعاً په دغې خبرې ویاړم.»« نوموړې وايي، هغه حجاب یا پوړني چې د «آ اف دی» (AfD Blue) شین رنگه نوې لوگو یې وراضافه کړې ده، تقریباً ټول خرڅ سوي دي.

سره له دې دغه کارفرما تینگار کوي چې له دغو ويډيو گانو څخه د هغې هدف په اصل کې د خرڅلاو زیاتوالی نه و. هغه له تبعیض سره د مبارزې له پاره په لاس راغلې توجه څخه استفاده کوي.

هغې پر انستاگرام ولیکل: «هر څومره چې په یوې متنوع ټولنه کې خلک سره نیژدې سي او لازیاته برابري رامنځته سي، د دغې نوې برابرۍ پرسر هم جنجالونه رامنځته کیږي.» هغه د صادقانه خبرو اترو غوښتنه کوي.

اړونده موضوع: 

نفرت ته په محبت سره جواب

البته دغه غبرگونونه ټول مثبت نه وو. د «آ اف ډې» گوند ملاتړې هم په دغو نظرونو کې لیدل کیږي. د بُشرا له پاره دا کومه نوې موضوع نه ده: «ډیر ژر خپل په ژوند کې له کرکې ډک پیغامونو او تبعیضي تجربو سره مخامخ سوم. په هغه وخت کې نوره هم ځوانه بُشرا سید وم، نه پوهیدم چې څه ډول چلند ورسره وکړم.»

هغه ادامه ورکوي: «واقعاً په یوه ډول شاک اخته سوې وم، حاضر جوابه نه وم او بیریدلم. خو راته معلومه وه چې له دغه وضعیت سره د مخامخ کیدو له پاره باید یوه لار پیدا کړم، ځکه دا موضوع متأسفانه په یوه شپه پای ته نه رسیږي.»

هغه وايي کرکې ته په مینه او محبت جواب ورکوي، «خو زما سره کرښه په زورزیاتي باندي گواښ دی. کاملاً واضح ده چې د دغو گواښونو په هکله پولیسو ته خبر ورکوم.»

هغې په دا وروستیو اونیو کې د سوسیال دیموکراټ گوند د استازي راشا نصر، په بلنې له بوندستاگ څخه لیدنه کړې ده. البته له دغې لیدنې کتنې څخه یې هم یو ریل خپور کړی دی.

په دا وروستیو اونیو کې بُشرا سید ډیرهیجاني وه. هغه اوس په مثبت دید سره دغې تجربې ته گوري او وايی: «د دې څه لیدل چې څومره خلکو له لوړ ږغ ملاتړ وکړ او خپل یووالی یې وښود ما نورو کسانو ته هیله وروبخښله. معمولاً یوازې منفي ږغونه اوریدل کیږي، ځکه چې هغوی ډیر لوړ دي.»

هغه ادامه ورکوي: «موږ یقینا دا ډول یووالي ته نور هم اړتیا لرو. موږ باید ولیدل سو او د ښي اړخي افراطیت په وړاندې یوځای ودریږو.»

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب