1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستانه د راغلو مهاجرو د پلټنې یوه کمېټه جوړوي

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ خرداد ۱۴, چهارشنبه

په جرمني کې مسیحي سوسیال گوند په پام کي لري چي د دغه هیواد په پخواني ائتلافي حکومت کي له افغانستان څخه د مهاجرو د منلو د څېړنې له پاره یوه تحقیقاتي کمېټه جوړه کړي.

ویل کیږي چی په دې برخه کي پر غلطوبیوگرافیو او کورنیو اړیکو باندي کار سوی دی.
آلمان له افغانستانه د راغلو مهاجرو د ارزونې له پاره یوه تحقیقاتي کمېټه جوړويانځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

په آلمان کې د مسیحي سوسیال گوند CSU د سیمه ایزې ډلې مشر الکساندر هوفمن، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون دریمه) وویل: «د منلو ددغه ځانگړي پروگرام په چوکاټ کي څه ناڅه ۳۶ زره کسان آلمان ته راغلي دي.» خو اوس دا معلومه سوه چي د دغو کسانو په انتخابولو کي غیر دولتي سازمانونه هم گومارل سوي وو.

اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

په دې برخه کي د هغوی پر غلطو ژوند لیکونو یا بیوگرافیو او کورنیو اړیکو باندي کار سوی دی. هوفمن، له زرغون گوند څخه د جرمني  پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک، په خپل دفتر کې په "چل او دوکه" تورنه کړې ده.

هوفمن وایي چي اوس باید دا معلومه سي چي: «دا هر څه تر کومه حده پیښ سوي دي.» هغه زیاتوي: «زه په ښکاره ډول د دې ټولو مسائلو په اړه د پلټنې د یوې کمېټې د جوړولو ملاتړ کوم.» په دې اړه به د ائتلافي حکومت له شریک، سوسیال ډیموکراټ گوند SPD سره خبرې اترې ترسره سي.

دا په داسي حال کي ده چي د آلمان اوسني صدراعظم فریدریش میرڅ څو وخته مخکې اعلان وکړ چې المان به «د داوطلبانه منل کیدو پروګرامونه، د بیلګې په توګه له افغانستان څخه پای ته ورسوي او هیڅ نوی پروګرام به پیل نه کړي.»

اړوند:ميرڅ: ځيني افغان مهاجر به اخراج او نور سيمه ايز کارکوونکي به و نه منو

دالمان نوی حکومت همدارنګه د هغو کسانو د کورنیو الحاق چې له فرعي ملاتړ څخه برخمن دي، خو اخراج یې په دې دلیل چې هیواد یې ناامنه ګڼل کیږي، ځنډوي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل