د جرمني د بهرنيو چارو وزيري انالينا بيربوک او د کورنيو چارو وزيري نانسي فيزر، د ترکيې له جنوب ختيځ څخه د ليدني کتني پر وخت ټينگار وکړ چي نوموړې سيمه د ډير وخت له پاره نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.
بيربوک د کهرمانماراس د سيمي په ويجاړ سوي پازاجيک کي ورانيو ته په کتو سره وويل چي هغه څه چي دلته ويني، په کلماتو کي يې بيانول سخت دي.
اړونده مطالب:
ترکیه: په نوې زلزله کي بیا مرګ ژوبله اوښتې
دواړو وزيرانو وويل چي آلمان به د ترکيې او سوريې له زلزله ځپلو سره نوري ۵۰ ميليونه يورو عاجلې مرستي هم وکړي.
بيربوک او فيزر د خيمو له ښار څخه ليدنه وکړه بيربوک څرگنده کړه: «موږ دلته راغلي يوو چي خلکو ته داروښانه کړو، چي زموږ خواخوږي يوازي د خبرو له لاري نه ده او هغه به همداسي پاته وي، حتي که د دغه ناورين او د هغه د عواقبو په هکله په خبرونو او نورو سرليکونو کي بدلون هم راسي».
فيزر په کهرمانماراس کي له خيمو ډک يوه ښار څخه د ليدني پرمهال وويل چي دا هر څه يې زړه ډير مات کړ، دلته عاجلو مرستو ته اړتيا ده تر څو انسانان د يخنۍ په منفي درجه کي حد اقل يوه سرپناه ولري. علاوه پر دې بايد د بيارغوني په هکله هم فکر وسي.
د جرمنی داخله او خارجه وزیرانی په ترکیه کی د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنی کتني بر مهالانځور: ELOISA LOPEZ/REUTERS فيزر وويل چي د آلمان پوځ څه د پاسه په ۳۴۰ ټنه مرستندويه توکو بار ۲۰ الوتکي ترکيې ته استولي دي. له تخنيکي مرستندويه سازمان (THW) له خوا د سوريې د شمال لويديځو سيمو له پاره هم په پام کي نيول سيوو مرستو کي چي ۷۳ ټنو ته رسيږي، تر ټولو د مخه خيمې، کمپلونه، بخارۍ او جنراتورونه شامل دي.
دواړو وزيرانو په غازي انتيپ کي د (THW) له خوا مرستي چي په هغو کي ۱۰۰ خيمې، څه د پاسه ۱۰۰۰ بړستني او ۴۰۰ چپرکټان ول، د ترکيې د ناورينونو د ساتني چارواکو ته ورکړې. فيزر وويل دا ټول د اروپا ملاتړ او د اړتيا پر وخت د مرستو ښکارندويي کوي.
تر اوسه پوري تر ۴۸ زرو زيات مړي د اوسنيو ۵۰ ميليونو يورو په ورکولو سره به د جرمني مرستې ۱۰۸ ميليونو يورو ته ورسيږي. ۱۷ ميليونه به د ملگرو ملتونو په منځگړيتوب د سوريې په شمال کي زلزله ځپلو سيمو ته ورسيږي. يوازي په کهرمانماراس کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۱۰ زره د زلزلې له امله د وژل سوو کسانو جسدونه راايستل سوي دي.
په ترکیه کې زلزله: م.م. د يو میليارد ډالرو مرستې غږ کړی
په ترکيه او سوريه کي د مړو شمير څه د پاسه ۴۸ زرو ته رسيدلی دی. په تيره بيا د سوريې په شمال لويديځ کي مرستي په ډير ځنډ سره رسيږي.
بيربوک او فيزرد جرمني د حکومت له خوا هغو امکاناتو ته په اشارې سره وويل، چي د زلزلې قربانيان بايد وکولای سي د بيروکراسۍ پرته د يوه وخت له پاره خپلو خپلوانو ته راسي. همدارنگه بايد يو گرځنده بس آماده سي چي په هغه کي خلک وکولاي سي د ۹۰ ورځو له پاره د آلمان د ويزې له پاره عريضه ورکړي.
«د ترکیې او سوریې زلزلې د پيړۍ تر ټولو خطرناک ناورین دی»
د جرمني د خارجه وزارت په حواله تر اوسه پوري ۹۶ ويزې په عاجله پروسه کي د ترکي اتباعو له پاره او ۱۵ نوري د فاميلونو د الحاق په چوکاټ کي آماده سوي دي. په جرمني کي د زلزله ځپلو د راتگ د اجازې د پيچلو شرايطو په هکله انتقادونه موجود دي.
GP/NZ/DW.Online
له ۲۰۰۰م کال راهیسې مرګونې زلزلې
د دوشنبې په ورځ په ترکیه او سوریه کې زورورې زلزلې تر ۲۱۰۰۰ زیات کسان مړه کړي دي. داسې اندېښنې هم شته چې ښایي د تلفاتو شمیر لا پسې لوړ شي. له ۲۰۰۰م کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه ځینې مرګونې زلزلې وپېژنۍ. انځور: picture-alliance/AP Photo/str په ترکيه او سوريه کې د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې د ۷ اعشاریه ۸ درجې په شدت زلزله وشوه. د زلزلې له لومړۍ ورځې د تلفاتو ارقام مه په لوړيدو حالت کې دي. د فبرورۍ په ۱۱مه رپوټونو کې د مړو شمیر نژدې ۲۵ زره ښودل شوی دی.
انځور: SNA/IMAGO د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه په خوست او پکتیکا کې زلزلې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړل. په انځور کې د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یو سپين ږیری په زلزله کې د خپل ويجاړ شوي کور ته نژدې ناست دی.
انځور: AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۴ په هایتي کې یوې زورورې زلزلې چې د ریشتر پر مقیاس ۷،۲ درجې وه تر ۲۲۰۰ زیات انسانان مړه کړل.
انځور: Orlando Barría/Agencia EFE/imago images د ۷،۵ درجې په شدت زلزلې په اندونیزیا کې تر ۴۳۰۰ انسانان مړه کړل.
انځور: Rudy Akdyaksyah/AP/picture alliance / د ۲۰۱۶م کال د اګست مياشتي پر ۲۴ نېټه د ایټالیا په مرکز کې د زلزلې له کبله تر ۳۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Chiodi د ۲۰۱۵م کال پر ۲۵ یوې مرګونې زلزلې تر ۸۸۰۰ ډیر کسان مړه کړل.
انځور: Reuters/D. Siddiqui چین: د ریښتر په مقیاس ۶،۲ درجې شدت لرونکې زلزلې له کبله تر ۷۰۰ زیات انسانان مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۴م کال د اګست مياشتي پر دریمه نېټه رامنځ ته شوې وه.
انځور: Reuters د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۴مه نېټه په پاکستان کې د زلزلې له کبله تر ۸۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/ZUMA Press په جاپان کې د ۲۰۱۱م کال د مارج میاشتې پر ۱۱ نېټه څونامي تر ۲۰ زرو زیات کسان ووژل.
انځور: AP د ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ پر ۲۷ د زلزلې په پایله کې رامنځ ته شوي څونامي د ۵۲۴ کسانو ژوند واخیست.
انځور: Imago Images/Xinhua دا د نړۍ په کچه یوه له مرګونو زلزلو وه چې د حکومت د اټکلونو له مخې ۳۱۶ زره کسان پکې مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ پر ۱۲ رامنځ ته شوه.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۳۰ د زلزلې له کبله په اندونيزيا کې د تلفاتو شمیر تر ۱۱۰۰ لوړ وو.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال د اپریل پر شپږمه په ایټالیا کې زلزلې تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: dapd د چین په ختیځ سچوان کې په ۲۰۰۸م کال کې د یوې مرګونې زلزلې په ترڅ کې ۸۷۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Shifang/dpa/picture alliance د مرکزي پیرو سوحالو ته څیرمه د ۸ درجې لرونکي شدت یوې زلزلې تر ۵۰۰ زیات کسان ووژل. دغه زلزله د ۲۰۰۷م کال د اګست پر ۱۵مه رامنځ ته شوه.
انځور: Carlos Lezama/AFP/Getty Images د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د ۲۰۰۶م کال د می میاشتې پر ۲۶مه نېټه یوه زلزله وشوه چې تر ۵۷۰۰ زیات کسان یې ووژل.
انځور: Donal Husni/ZUMA Wire/IMAGO د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر سیمه کې د ۲۰۰۵م کال د اکتوبر پر اتمه نېټه یوه مرګوني زلزله وشوه. په دغه زلزله کې تر ۸۰۰۰۰ زیات کسان مړه شول.
انځور: AFP/Getty Images/T. Mahmood د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اندونیزیا د سوماترا په شمالي برخه کې یوې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/str د هند په سمندرګي کې یوې څونامي په اندونیزیا کې ډیر ځاني زیان اړولی وو. د ۲۰۰۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه په رامنځ ته شوې دغه پېښه کې تر ۲۳۰ زرو زیات انسانان مړه شول
انځور: AFP/Getty Images/Choo Youn Kong د ۲۰۰۳م کال د دسمبر پر ۲۶ نېټه د افغانستان په ګاونډي هیواد ایران کې یوې زلزې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه کړل.
انځور: AP تر ۲۲۰۰ زیات کسان په الجیریا کې هغه وخت مړه شول چې د ۶،۸ درجې زلزلې دغه هیواد ولړزاوه. انځور په الجیریا کې د ۲۰۰۳ کال د زلزلې دی.
انځور: Mohamed Messara/picture-alliance/dpa د ۲۰۰۲م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د افغانستان په شمال کې یوې زلزلې تر ۱۰۰۰ زیات انسانان مړه کړل. انځور د بغلان په نهرین کې د ۲۰۱۲م کال زلزلې
انځور: picture-alliance/dpa د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ پر ۲۶ نېټه په هند کې یوې زلزلې چې شدت یې ۷،۷ درجې وو تر شلو زرو ډیر انسانان مړه کړل.
انځور: Arko Datta/AFP/Getty Images