د آلمان د کورنيو چارو وزارت تائيد کړې ده چې د برلين او رونتبورگ په ګډون تر ۵۰ زياتو ښارواليو څخه يې رسمي عریضې ترلاسه کړي چې پکښې په مديترانه سمندرگي کې د «سي ـ واچ» په نوم غیر دولتي ټولنې کښتۍ له خوا ژغورل شويو مهاجرو ته د ځای د ورکړې وړاندیز شوی دی. دا خبر د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» د سه شنبې په ورځ ورکړی دی.
ويل شوي چې د آلمان کابو ۶۰ ښارونو او ښارگوټو د جمعې په ورځ د هغو ۵۳ مهاجرو د منلو وړاندیز کړی دی چې تيره اوونۍ د ليبيا ساحل ته څېرمه ژغورل شوي ول. دې ښارونو د خپلو هڅو د همغږۍ په موخه د «خوندي ټاټوبي» په نامه يو ائتلاف رامنځته کړی دی.
خو چارواکي ويلي چې په آلمان کې د دې مهاجرو تر ميشتولو د مخه بايد د هغوی د دوسيو ارزونه وکړي. د کورنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې په دې اړه تر پريکړې پورې به د اروپايي ټولنې مرستې ته اړتيا وي.
ايتاليا د ژغورونکو کښتيو مخه نيسي
د ايتاليې چارواکو ژغورونکې کښتۍ د دغه هېواد اوبو ته له داخليدو منع کړې دي او ويلي یې دي چې که کومو کښتيو دغه هڅه وکړه نو لوړه نغدي جريمه به ور کړي.
د چهار شنبې په ورځ د ايتاليې د کورنيو چارو سخت دريځه وزير ماتيو سالويني، گواښ کړی وو چې که وليدل شول چې امنيت او نظم ته خطر متوجه دی نو د نويو اقداماتو له لارې به یې وزارت د دوی اوبو ته د کښتيو پر داخليدو بندیز ولگوي. سالويني وويل: «سي – واچ کښتۍ چې په اصل کې د داړامارانو کښتۍ ده، بې شميره وارې یې دغه کار کړی دی.»
د سمندر په څپو کې د مرګ هرکلی
د مديترانې سمندرګي له لارې مهاجرتونه تل خطرناکه وي. په ورستيو کې د لیبيا ساحلي ساتونکو په يوه عمليات کې مهاجر له اوبو راويستل شول. مرستندويه سازمانونه وايي چې د ليبيا بيړني حالت د مرستو په رسولو کې خنډونه ايجاد کړي دي.
انځور: Reuters/J. Medinaد دغې ماتې شوې پلاستيکي کشتۍ په منځ کې د يوې ښځې او ماشوم جسدونه ليدل کيږي. د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان وياند فلاويو دې حيلاکومو، دا يو «ډير غمجن حالت» وباله.
انځور: Reuters/J. Medinaيوه ښځه ژوندۍ پاتې ده. په سمندر کې د اسپانيا د «پرواکتیوا اوپن آرمس» غير دولتي مرستندوی سازمان مرستندويانو دغې ښځې ته نجات ورکړی. په احتمال سره دغه ښځه د لیبيا د ساحلي ساتونکو له خوا يوازې پريښودل شوې، ځکه چې هغې نه غوښتل بيرته ليبيا ته وګرځول شي.
انځور: Reuters/J. Medinaکپيتان مارک رایګ کريوز او د عملياتو مديره انابل مانتس د ېوې بادي کښتۍ موقعيت موندلو کوښښ کوي. کيدای شي دغه کښتۍ د «پرواکتیوا اوپن آرمس» غير دولتي سازمان له پاره د مهاجرو يوه ليږدونکۍ کښتۍ وي.
انځور: Reuters/J. Medinaاستر کمپس پر يوه غټ دوربين په سمندر کې د هغو کسانو لټون کوي چې له بيړني حالت سره مخ شوي دي. مرستندويانو دغه اوښتلې پلاستکۍ کښتۍ د سه شنبې په ورځ وليدله. هغوي يوه ښځه وژغورله، خو د يوې بلې ښځې او يوه ماشوم له پاره د مرستې رسيدل نور ډير ناوخته وو.
انځور: Reuters/J. Medinaپه اوبو کې موندل شوي جسدونه
مرستندويانو دواړه جسدونه په پلاستيکونو کې وپيچل. د «پرو اکتيوا» بنسټ ګر اوسکار کمپس پر ټويتر ليکلي: «د ليبيا ساحلي ساتونکو وضاحت ورکړ چې په يوه کښتۍ کې د سپرو ۱۵۸ مهاجرو د سفر مخنيوی يې کړی دی.» هغه زياته کړې ده: «کوم څه چې هغوی نه دي ويلي دا دي چې هغوی يو ماشوم او يوه ښځه د کښتۍ يا قایق پر بام پرېښي ول او دغه کښتۍ په بل مخ واوښته. ځکه چې هغوی نه غوښتل د ليبيا په کښتۍ کې سپاره شي.»
انځور: Reuters/J. Medinaد ژغورنې يو غمجن عمليات پای: د «پرو اکتيوا اوپن آرمس» مرستندوی سازمان «آسترال» کښتۍ د اسپانيا يوه بندر پر لور د حرکت په حال کې ده.
ليکونکی: نرمین اسماعیل/ فلوریان میایر/پ.ع /م. ک. ص
انځور: Reuters/J. Medina هغه زياته کړه چې که سي – واچ بيا له دې بندیز څخه سرغړونه وکړه نو تر ۵۰ زرو يورو زياته جریمه به ورباندې ولگيږي. خو د شنبې په ورځ سالويني بيا له کښتۍ څخه لسو کډوالو ته د کښته کيدو اجازه ورکړه چې ماشومان، ميندواره ښځې او دوه ناروغ نارينه پکښې شامل ول.
مرگونی سفرونه
د بشري حقونو سازمانونو پر سالويني ژغورونکو کښتيو ته د ايتاليې په ساحلونو کې د لنگر اچونې د اجازې نه ورکولو له کبله نيوکې کړي دي او د هغه دا کار یې د «مهاجرت د پديدې سرکوب کول» بللی دی.
د مهاجرت د نړيوال سازمان په حواله له ۲۰۱۵م کال راهيسې کابو نيم ميليون مهاجر له مديترانې سمندرگي تېر شوي او ايتالیې ته رسيدلي دي. له جنورۍ مياشتې راهيسې تر ۳۴۰ زيات کډوال د دې خطرناک سفر په ترڅ کې مړه شوي دي.
bs/ms (Lewis Sanders )
زموږ له آرشیف څخه:
د نړۍ په کومو هیوادونو کې د مهاجرت کړکیچ روان دی؟
اوس مهال په نړۍ کې د بې کوره او مهاجرت ته د اړ شوو کسانو شمیر ډیر لوړ دی چې له کبله یې په یو شمیر هیوادونو کې د مهاجرت کړکیچ روان دی.
انځور: picture-alliance/Zuma Press/London News Pictures/P. Hackettد روان میلادي کال د می میاشتې په وروستیو ورځو کې د افریقایي هیواد بروندي د مهاجرو شمیر ۴۲۴۴۷۰ تنو ته رسیده. د دغو مهاجرو کابو ۵۷ سلنه په تنزانیا کې او نورو یې په اوګندا، کانګو او رواندا کې پناه اخیستې. په بروندي کې د اقتصاد خرابوالی، د خوراک څښاک د توکو قلت او ناروغۍ د تیښتې سبب ګرځي. د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ سږ کال د بروندي مهاجرو له پاره د د ۳۹۱ میلیونه امریکایي ډالرو غوښتنه کړې.
انځور: Getty Images/AFP/I. Kasamaniد می میاشتې په په پای کې په افریقايي هیوادونو کې د کانګو جمهوریت د پناه غوښتونکو شمیر ۷۳۵۰۰۰ تنو ته رسیده. د کانګو جمهوریت په بیلا بیلو سیمو کې وسله وال کړکیچونه روان دي او د دغه هیواد د مهاجرینو کړکیچ ډیر پیچلی انګیرل کیږي. له ۲۰۱۷م کال راهیسې د دغه هیواد په میلیونو کسان بې کوره شوي دي او پر دې سربیره د نورو ګاونډیو هیوادونو شا او خوا ۵۰۰ زره خلکو هم په کانګو کې پناه اخیستې ده.
انځور: Reuters/J. Akenaپه عراق کې د وسله وال کړکیچه له کبله له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه له درو میلیونو زیات کسان بې کوره شوي دي. د تازه شمیرو له مخې دا مهال ۲.۱ میلیونه عراقیان بې کوره دي او د خپل هیواد دننه په سرپناوو کې ژوند کوي. شا او خوا ۲۶۰ زره عراقیانو بیا په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستو له پاره خپل هیواد پریښی دی.
انځور: Reuters/K. Al-Mousilyد ۲۰۱۷م کال د اګست میاشتې له ۲۵مې نیټې څخه د روان میلادي کال د می تر وروستیو ورځو پورې په بنګله دیش کې د پناه اخیستونکو روهنګیا مسلمان لږکیو شمیر ۷۱۳ زره کسانو ته رسیدلی دی. روهنګیا د میانمار لږکي دي چې د هیڅ کوم هیواد تابعیت نه لري. ملګرو ملتونو په خپلو بیلا بیلو رپوټونو کې د روهنګیا پر وړاندې د میانمار د پوځ تاوتریخوالی له نسل وژنې سره پرتله کړی دی.
انځور: DW/ P. Vishwanathanسوریه چې د کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان ده، دا مهال یي ۱۳،۱ میلیون وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په دغه هیواد کې د بې کوره شوو کسانو شمیر ۶.۶ میلیونه کسانو ته رسیږي. پر دې سربیره له ۲۰۱۱م کال راهیسې چې کورنۍ جګړه پکښې پیل شوه پنځه میلیونه سوریایانو د پناه اخیستو له پاره نورو هیوادونو ته تللي دي.
انځور: Getty Images/M. Bicanskiمرکزي افریقا جمهوریت د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو شمیرل کیږي. اوس مهال په نورو هیوادونو کې د دغه هیواد د پناه غوښتونکو شمیر ۵۸۲ زرو تنو ته رسیږي، په داسې حال کې چې د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر یې بیا ۶۸۷۳۹۸ تنه دی. هلته پر بې وزلۍ سربیره د وسله والو ډلو او د خراب امنیتي وضعیت له کبله ځایي اوسیدونکي کډوالۍ ته اړ شوي دي.
انځور: Imago/alimdiاروپا ته په ۲۰۱۸م کال کې د سمندر له لارې د رسیدونکو مهاجرو شمیر ۳۲۶۰۱ تنه دی او د مدیترانې سمندرګې له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې ۶۴۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یو ان اچ سي آر، په وینا په ۲۰۱۷م کال ۱۷۲۳۰۱، په ۲۰۱۶م کال کې ۳۶۲۷۵۳ په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۱۵۰۷۸ مهاجر اروپا ته رسیدلي دي. دغه مهاجر له منځني ختیځ، افریقا، ختیځي اروپا او همداشان له آسیايي هیوادونو راغلي وو.
انځور: imago/Anan Sesaپه یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف له هوایي بریدونو وروسته څه د پاسه ۱۹۲ زرو کسانو په نورو ګاونډیو هیوادونو کې پناه اخیستې ده. په یمن کې چې یو له غریبو هیوادونو څخه شمیرل کیږي پر بې وزلۍ او بې ثباتۍ سربیره وسله وال کړکیچونه د خلکو د تیښتي لامل شوي دي. په دغه هیواد کې اوس په میلیونونو کسانو بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
انځور: DW/A. Stahlپه دغه افریقایي هیواد کې د تندلارې ډلې بوکو حرام، د حملو له کبله تر ۲۰۰ زرو زیات خلک نورو هیوادونو ته کډه شوي او د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۱،۷ میلیون ته رسیږي. په نایجیر، چاد او کمرون هیوادونو کې هم د بوکوم حرام د بریدونو له کبله شاو او خوا ۵۰۰ زره خلک بې کوره شوي دي.
انځور: imago/epd/A. Staeritzپه جنوبي سودان کې له ۲۰۱۳م کال راهیسې د پیل شوي وسله وال کړکیچ له کبله د دغه هیواد تر ۲،۴ میلیونو زیات وګړي نورو هیوادونو ته کډه شوي دي. پر دې سربیره د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر په سلونو زرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Forrestپه افغانستان کې د اویایمي لسیزې له پای او همداشان تر هغې وروسته د جګړې د دوام له کبله په میلیونونو افغانان ګاونډیو هیوادونو او په سلونو زره نور د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شوي. په پاکستان کې اوس مهال یوازې د راجستر شوو افغان کډوالو شمیر ۱،۴ میلیونه ته رسیږي. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کډوالو کوربه توب کوي. همداشان په ایران کې د راجستر شوو افغان کډوالو شمیر تر یو میلیون زیات دی.
انځور: DW/A. Saleem