1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان له مهاجرت سره تړلې ترهگرۍ سره ستونزه لري»

۱۴۰۳ شهریور ۱۲, دوشنبه

د جرمني د مسیحي دیموکراټ گوند سیاستوال بوریس راین او ینس شپان د مهاجرت او پناه غوښتنې په اړه بحثونو کی یو وار بیا خپل سخت دریځ څرگندوي. هغوی غواړي ډیر لږ کسان دغه هیواد ته راسي.

Deutschland, Karlsruhe | Überstellung des Tatverdächtigen der Solinger Messerattacke
انځور: Heiko Becker/REUTERS

د جرمني له مسیحي ډیموکراټ گوند (CDU) څخه د هیسن ایالت صدراعظم بوریس راین، نوموړي هیواد ته د مهاجرت او ترهگرۍ ترمنځ مستقیمه اړیکه ویني.

راین وویل: «آلمان د مهاجرت په برخه کي د ترهگرۍ له ستونزي سره مخامخ کیږي او پر وړاندي باید ايتلافي حکومت غبرگون وښیی.» پریکړنده پوښتنه به داوي: «موږ به څرنگه په مشخص ډول د دي غم وخورو چي لږ کسان مو هيواد ته راسي؟»

د جرمني د مسیحي دیموکراټ گوند د پارلماني څانگې مرستیال ینس شپان، ائتلافي حکومت ته د سه شنبه په ورځ د ایالتونو او ښارونو ترمنځ پلان سوو خبرو اترو له ناکامیدو څخه خبرداری ورکړ. شپان د یکشنبې په ماښام د Welt TV په نوم ټلویزیوني چینل کي انتقاد وکړ چي: «اصلي ستونزه »آلمان ته د غیر قانوني مهاجرتونو لویې شمیرې دي. خو د دغې سرمشریزې په کاغذونو کي د «حدود» یا « سرحد» کلمې موجودي نه وې.»

شپان وویل: «که د سې شنبې په ورځ د مهاجرت په هکله سرمشریزه کي یوازي د هغه څه په هکله چي تیره اونۍ د حکومت له خوا وړاندیز سوي، خبري ترسره سي، بیا نو ددې اړتیا نسته چي یو له بل سره ووینو. بیا نو ائتلافي حکومت کولای سي د آلمان  په پارلمان کي له خپل اکثریت سره هر څه تصویب کړي.»

ائتلافي حکومت د پنجشنبه په ورځ، څه ناڅه یوه اونۍ مخکي په زولینگین کي د ترهگرۍ د پیښي په جواب کي د «یوې امنیتي بستې» په هکله موافقه وکړه. په هغې کي د پناه غوښتني د قوانینو سختول، پر چړو باندي پراخ بندیزونه او امنیتي چارواکو ته د لا زیاتو واکونو ورکول شامل دي.

حکومت غواړي د هغو پناه غوښتونکو  له پاره چي د اروپايي ټولني نور هیوادونه یې مسئول دي، په بشپړ ډول اجتماعي مرستي لغوه کړي.  

راین، د دوشنبې د ورځي د فونکه په نوم د رسنیو د ډلې په ورځپاڼو کي د «مهاجرت په پالیسۍ کي د بدلون» غوښتنه وکړه. د هغه په خبره: «حکومت باید بلاخره په دې پیل وکړي چي په سرحدونو کي خلک رد کړي. له مجرمینو او خطر پیښوونکو څخه دي د تابعیت حق واخیستل سي.»

سربیره پردې نوموړي د ايتلافي گوندونو هغه دریځ چي، لا ډېر مبدأ هیوادونو دي د امن هیوادونو په توگه وپیژندل سي، د پناه غوښتنې بهیر دي په دریم هیواد کي عملي سي او افغانستان  او سوریې ته دي خلک اخراج سي، یو وار بیا تکرار کړ.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل