آلمان له پاکستانه نور افغانان انتقال کړل
۱۴۰۴ آذر ۲۶, چهارشنبه
د منلو د ژمنو لرونکي ۱۶۰ افغانان د سه شنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ۱۶) په یوې چارترالوتنې کې له پاکستان څخه د آلمان پایتخت، برلین ته انتقال سول.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت دغه خبر تائید کړ او وې ویل چې ټولو دغو کسانو، د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته، د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې. په پام کې ده چې نوموړي کسان به له برلین څخه د آلمان پر نورو ایالتونو تقسیم سي.
اړونده موضوع: د آلمان له حکومت څخه د ۲۵۰ ټولنو غوښتنه؛ په پاکستان کې متنظر افغانان راانتقال کړئ!
دغو کسانو کله چې په پاکستان کې د ویزې د ترلاسه کولو او امنیتي ارزونو د تیریدو له پاره انتظار کاوه، د آلمان د حکومت له خوا تنظیم سوو مېلمستونونو کې اوسیدل.
پاکستان د آلمان حکومت ته وعده ورکړې ده چې دغه افغانان به د روان کال د ډسمبر ترپایه اخراج نه کړي او آلمان باید د هغوی د انتقال بهیر بشپړ کړي.د کال له پای ته رسیدو وروسته به دغه افغانان په پاکستان کې د اخراج له گواښ سره مخامخ وي.
نورو په سلونو افغانانو ته منفي جواب
دغه افغانان په داسې حال کې آلمان ته انتقال سول، چې په سلونو نورو کسانو په پاکستان کې له اوږده انتظاره وروسته، د آلمان د حکومت له خوا منفي جواب ترلاسه کړی دی.
د آلمان حکومت په دې وروستیو ورځو کې هغو ۶۵۱ افغانانو ته د رد جواب ورکړی دی، چې په پاکستان کې، آلمان ته د تگ په تمه ول.
اړونده موضوع: افغانانو له برلین څخه د رد جواب تر لاسه کړ
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د آلمان د خبري آژانس په جواب کې وویل چې اغیزمنو کسانو ته تیره اونۍ په لیکلي یا کتبي توگه خبر ورکړل سوی دی.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په وروستي پرواز کې د منلو ژمنې لرونکي ۱۵۴ کسان آلمان ته انتقال سوي دي چې په هغو کې د خپلې کورنۍ له څلوروغړو سره، دوه پخواني ځايی کارکوونکي هم شامل دي.
سرچینو ویلي دي چې لاهم د آلماني ادارو ۷۶ پخواني کارکوونکي او د منلو په پروگرام کې شامل نور ۴۶۵ کسان د آلمان د ویزې د په لاس راوړلو له پاره انتظار باسي.