1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له پولنډ او هالنډ سره یو نوی پوځي دهلیز جوړوي

۱۴۰۲ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د ختیځې اروپا پر وړاندې د روسیې د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو له امله، جرمني له پولنډ او هالنډ سره د ناټو په ختیځه څنډه کې د ځواکونو او وسایلو د لېږدولو په موخه د یوه نوي ترانسپورتي دهلیز د جوړولو تړونونه لاسلیک کړل.

Deutschland Mannschaftstransportwagen vom Typ M113
د دغه دهلیز د جوړولو موخه د اوسنۍ اوږدې اداري پروسې لنډول او همدارنګه د زیربناوو او ترانسپورتي ظرفیتونو پراخول دي.انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance

د روسیې د پوځي ګواښونو له زیاتوالي وروسته، جرمني په ختیځ او لویدیځ کې له خپلو دوو ګاونډیو پولنډ او هالنډ سره غواړي یو ګډ پوځي دهلیز جوړ کړي.

آلمان غواړي د دغه دهلیز په مرسته د پوځي تمریناتو، د ځواکونو او لوژیستیکي تجهیزاتو حرکت ګړندی کړي او د دغه راز د جګړې د رامنځته کیدو پر مهال یو ګډ هوایي دهلیز ولري.

په دې لړ کې د دغو دريو هيوادونو استازو د ناټو ختيځ لوري ته د پوځيانو او لوژستيک د لېږد د امکان په موخه د يوه نوي ترانسپورتي دهلېز د جوړولو تړونونه لاسليک کړل.

د دغه دهلیز د جوړولو موخه د اوسنۍ اوږدې اداري پروسې لنډول او همدارنګه د زیربناوو او ترانسپورتي ظرفیتونو پراخول دي.

د آلمان د دفاع وزارت د دې پروژې په اړه ویلي دي: «آلمان، هالنډ او پولنډ د شمالي سمندر د بندرونو او د ایتلاف د ختیځې سیمې تر منځ په جغرافیایي اړیکو کې مرکزي رول لوبوي. زموږ کشفي ځواک یوازې هغه وخت ښه کار کولی شي چې په ختیځ کې ځواکونه پیاوړي او په ښه توګه تامین شي.»

د پوځي موخو له پاره د ترانسپورت زیربنا د پراختیا او د نوي دهلیز د جوړولو لګښتونه به د اروپایي ټولنې له خوا ورکول کیږي.

د اروپايي ټولنې کمېسیون تر دې مخکې اعلان کړی و چې جرمني او ۱۷ نور هېوادونه به په ۲۰۲۴م کال کې د نویو پروژو د تطبیق له پاره ۸۰۷ میلیونه یورو بودیجه ترلاسه کړي.

په دغې بودیجه کې د آلمان ونډه ۹۲ میلیونه یورو ده. د اروپايي اتحادیې کمېسیون د چارواکو په وینا، دا بودیجه به د هانوور څخه د اهلم په لاره کې د اورګاډي د پله په بیارغونه، د اورګاډي د تم ځای په پراختیا او د الم - دورنشتات کې د بار وړلو ټرانسپورت او همدارنګه د نورد راین ویسټفالین د زشتم ښار د اورګاډي د پټلۍ د بیا رغونې او پراخیدو له پاره ولګول شي.

ویل کیږي چې د یادې پروژې په پلي کیدو سره به د مسافرو ترانسپورتي شبکه لا ښه شي.

شاوخوا یو کال وړاندې اروپايي ټولنه وتوانېده چې د ورته پروژو له پاره له غړو هېوادونو څخه ۶۱۶ میلیونه یورو راټولې کړي. هغه مهال جرمني د پلونو، ترانسپورتي ترمینلونو او د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې شاوخوا ۱۵۵ میلیونه یورو مرسته کړې وه.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

02:33

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب