1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان له کابل څخه د انسانانو په انتقال کي ډېر ورو دی»

۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبه

د «هوايي پل کابل» په نوم آلمانۍ مرستندويه شبکې غړې، تېرېزا بروير د آلمان پر حکومت تنقيد کړی دی. هغه وايي له کابل څخه د انسانانو د را ايستلو سرعت يي ډېر کم دی.

Lufthansa Flugzeug aus Kabul landet in Frankfurt
آرشيف انځور: د فرانکفورت هوايي ډگرانځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS

د مستند فلمونو جوړونکې آلمانۍ فعاله، تېرېزا بروير د آلمان په حکومت نيوکي کړي دي چي په کافي سرعت سره له کابل څخه د انسانانو په انتقال کي پاته راغلی دی. هغې تنقېد کړی دی چي د افغانستان له پلازمېني څخه د انسانانو د ژغولو آلمانی ماموريت ډېر کرار دی.

پنځه دېرش کلنې تېرېزا بروير د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۶ نېټه) د آلمان په يوه تلويزيوني خپرونه کي يادي څرګندونې وکړې.

بروير وويل: «هغه ليسټونه چي له مخي يې انسانان له افغانستان څخه آلمان ته را انتقال کيږي، بايد چي پرانستل سي او په مټ يې لا زيات کسان وژغورل سي.»

بروير د « Luftbrücke Kabul» يا «هوايي پل کابل» په نوم د مرستندويه پروژې له بنياد ايښودونکو څخه يوه ده. دغه مرستندویه پروژه د دې له پاره جوړه سوې چي و محافظت ته اړتيا لرونکي انسانان له کابل څخه د هوايي دهلير له لاري راوباسي.

دغې فعالې زياته کړه چي پروژې يې په تيرو مياشتو کي په سلونو انسانان له کابل څخه را ايستلي او دا چي د يو شمير نورو د را ايستلو له پاره چمتو والی نيول کيږي. هغې وويل: «موږ ښايي نن شپه زرم کس له افغانستان څخه راوباسو.»

فلم جوړوونکې بروير په افغانستان کي دوه کاله ژوند کړی دی. هغې هلته د غره ختونکو مېرمنو په هکله يو معلوماتي فلم جوړاوه. په اګست مياشت کي د طالبانو له خوا پر کابل د کنټرول راوستل کېدو وروسته دغې مېرمنې د نورو سره په ګډه يوه اتحاديه جوړه کړه چي ورته د «هوايي پل کابل» نوم ورکول سو. د دغه اتحاديې مقصد له کابل څخه د هغو انسانانو را ايستل دي، چي تر ګواښ لاندي دي.

آ./ا.ا./ب.ص.