د سروې له پایلو څخه معلومه شوې ده چې په دغه هیواد کې په ډیر عمر لرونکو کسانو کې د مختلف ډوله دپریشن تناسب ډیر شوی دی. د KKH په حواله د دې څیړنې له پاره زرګونو ناروغانو د لسو کلونو صحي معلومات «روغتیایي ډیټا» اروزل شوې ده.
د دغې کمپنۍ کارپوه تهیل لپیلز وویل: «خفګان، پر یو کار د توجه متمرکز کولو په برخه کې ناکامي او یا هم ډیره زیاته ستړیا داسې عوامل دي چې ورته د علتونو په لټولو سره بې له دې چې د ډپریشن د مرض په هکله فکر وشي، هغه په سپینږیرتوب کې په عام ډول ښکاریدونکي عوامل بلل کیږي او له پامه غورځول کیږي».
نوموړي زیاته کړه: «داسې هم کیږي چې د ډپریشن ښکار خلک د معدې تکلیف، سر درد یا د بې اشتهایې په څیر ستونزې ولري، چې له امله یې په لوړ سن کې په ډیرو مواردو کې د ډپریشن طبي تشخیص لا زیات ستونزمن کیږي».
د نېکمرغه او خوشاله ژوند لس ټکي
خوشحالي او نېکمرغي د ژوند د پرمخ بیولو له پاره ډير مهم دي. نیکمرغه انسانان ښایی اوږد ژوند ولري. مثبت فکر کول سړی د زړه له ناورغي څخه ساتي او سړي ته قوت وربخښي. نیکمرغه ژوند څرنگه پر مخ بیولای سو؟
انځور: Colourbox/Syda Productions
له نورو انسانانو سره اړیکی ټینگی کړی!
له نورو انسانانو سره اړیکي د انسان په نېکمرغۍ کي مهم نقش لري. هغه کسان چي له نورو سره رنگارنگي ټولنیزي اړیکي لري تر نورو بختور او جوړ دي او همدارنگه اوږد ژوند کوي. د کورنۍ له غړو او دوستانو سره نژدې اړیکي، سړي ته مینه، د ژوند مفهوم، ملاتړ او پر ځان باندي د تکیه کولو قوي احساس ورپه برخه کوي. نو له همدې کبله له نورو سره اړیکي تقویه او پراخه کړئ.
انځور: Colourbox/yanlev
له نورو سره مرسته وکړئ!
له نورو انسانانو سره مرسته کول، زموږ د خوشحالۍ اساس جوړوي. دا کار روغتیا ته هم گټه رسوي او د انسانانو ترمنځ اړیکي لا پسې ټینگوي چی په دې ډول یوه نیکمرغه ټولنه رامنځته کیږي. دلته خبره پر مادي مرستو نه ده، بلکي موږ کولای سو خپل له وخت ، نظریاتو او بدن له انرژۍ څخه هم کار واخلو. نو که غواړئ ځانونه خوشاله احساس کړی، نورو ته گټه او خیر ورسوئ.
انځور: Colourbox/Kuzma
د بدن روغتیا ته پام وکړئ!
روح او بدن سره تړلي دي. بدني فعالیت سړي ته خوشحالي ورپه برخه کوي او زموږ صحت ته گټه رسوي. روحي آرامتیا تر لاسه کیږي او په دې ډول سړی له دیپریشن څخه خلاصوي. په ورځني ژوندانه کي ډیري آساني لاري سته چي موږ يې تعقیبولای سو. د مثال په ډول دباندي ووزی او دې ته پام وکړی چي آرامه خوب ولرئ.
انځور: Colourbox
داسي هدفونه وټاکی چي تاسو خوشحاله کړي!
راتلونکی ته په مثبت نظر کتل، زموږ د خوشحاله کولو له پاره مهم دي. موږ داسي اهدافو ته اړتیا لرو چي هغو ته د رسیدو له پاره وهڅیږو، خو دغو اهدافو ته رسیدل باید ممکن هم وي. که موږ وغواړو چي ناممکن شیان ممکن کړو، نو دا کار مو ناامیده کوي. کله چي رښتیني اهداف وټاکو او هغه ته ورسیږو نو په ژوندانه کي رضایت او خوښالي تر لاسه کوو.
انځور: Colourbox
خپل چاپیریال ته ژور نظر واچوئ
له ځانه سره داسي فکر وکړئ چي په ژوند کي ډیر نور شیان هم سته. او واقعاً هم همداسي ده. موږ باید هغه پیدا کړو. د ژوندانه په ټولو برخو کي ځیرکتیا، موږ ته د آرامۍ احساس راکوي. څوک چي له اوس حالت څخه په دقت سره خوند اخلي د تیروخت مشکلات او د راتلونکی په اړه غم خوړل تر یو ځایه له پامه اچوي نو په دې ډول د خوشحالی احساس هم کوي.
انځور: Colourbox/PathomP
تل مثبت فکر وکړئ
مثبت احساسات لکه خوشحالي، شکر ایستل او قناعت نه یوازي د لنډ وخت له پاره صحت ته گټه رسوي، بلکي د پلټنو له مخی سړی په ژوندانه کي نور پرمختگ ته هم هڅوي. که څه هم په ژوند کي ډیري لوړي او ژوري راځي، خو سړی باید کوښښ وکړي چی د یوې پیښې پرمثبت اړخ باندي تمرکز وکړي. یو متل دی چی په اوبو نیم ډک گیلاس ته سړی څنگه گوري، ځینی یی نیم ډک ویني او ځیني يې نیم خالي.
انځور: Colourbox/Dmitry
تل نوي شیان زده کړئ
د یوه نوي شي زده کول پر بدن باندي مثبه اغیزه کوي. موږ ته نوي آیډی گاني پیدا کیږي، کنجکاوي او لانور فعالیت ته هڅول کیږو. د نوو شیانو زده کولو سړی ته آرامتیا ورپه برخه کوي. د نوو شیانو د زده کولو له پاره ډیر امکانات سته، د مثال په ډول د یوې نوي ژبی زده کول، د موسیقۍ آلې ږغول، یو نوی سپورت او داسي نور.
انځور: Colourbox/Antonio Gravante
هڅه وکړئ په خپل قوت سره، بیرته پر پښو ودریږئ
هر څوک په ژوند کي له بیلابیلو مشکلاتو سره مخامخ کیږي. مهمه داده چي پر هغو باندي سړی څنگه برلاسی سي. زیاتره وخت موږ نه پوهیږو چي له څه ډول مشکلاتو سره مخامخ کیږو. خو موږ دا پریکړه کولای سو چي څنگه يې پر وړاندي مبارزه وکړو. یوه نوې پلټنه ښيي چي د ژوندانه د نورو لارو چارو په ډول، سړی دا هم زده کولای سي چی بیرته څنگه پر خپلو پښو ودریږي او له دغو مشکلاتو له عهدې څخه راووزي.
انځور: Colourbox
تل قناعت وکړئ
هیڅوک بې عیبه نه دی. خو زیاتره وخت موږ ځانونه له نورو سره پرتله کوو. کله چي تل په دې فکر کي اوسو چي کوم شی کمبود لرو نو هیڅکله به خوشبخته نه سو. موږ باید دا زده کړو چي پر کمبودیو سربیره، شکر وباسو او هر څه همداسي چی دي، قبول کړو. بیا به نو د نېکمرغۍ احساس هم وکړو. همدارنگه نور انسانان هم له خپلو کمبودیو او عیبونو سره قبول کړو او گوزاره ورسره وکړو.
انځور: Colourbox
د ژوند کولو له پاره یو دلیل پیدا کړئ
هر هغه څوک چي د ژوندي پاتیدو له پاره یو دلیل ولري، خوشبخته دی. هغوی تر فشار لاندي نه دي او ډیر کم له بیري او یا دیپریشن سره مخامخ کیږي. همدارنگه ټینگه مذهبی عقیده، د کورنۍ جوړول او اولاد پیدا کول او یا هم یوه دنده پر مخ بیول هغه څه دي چي د سړي روح ته آرامتیا بخښي.