آلمان :ليبرال دموکراتانود اروپا د بهاداره اوراقو رامنځته کيدل رد کړي دي
۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبهاعلان
د يورو بونډ، يا د اروپا د بهاداره اوراقو د رامنځته کيدو پر سر بحثونو کي د المان صدراعظمي انګيلا ميرکل د ايتلافي ليبرال دموکراتانو د ګوند ملاتړ په لاس راوړی دئ.
د ازادو دموکراتانو د ګوند د فراکسيون مشر راينر بريودرله، د دغه ډول اروپايي دولتي بهاداره اوراقو رامنځته کيدل په ارد کړي دي، کوم چي د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ئې غوښتنه کړې ده.
برويدرله، د Die Welt ورځپاڼي ته ويلي دي چي د اروپايي دولتي بهاداره اوراقو پياده کيدل دا معنی لري چي المان او نور شتمن هيوادونه به تر نورو ډيرې پيسې ورکوي.
په عين حال کي ليبرال دموکراتانو پيشنهاد وکړ، چي د المان د ماليې اوسنی وزير ولفګنګ شويبله دي د يورو د زون د راتلونکي مشر په حيث تعين سي.