د آلمان حکومت غواړي هغه مهاجر چې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا راځي بيرته خپلو هيوادونو ته واستول شي. تر اوسه پر دغې خطرناکه سمندري لاره، مهاجر د سمندري ځواکونو لخوا تر ژغورل کېدو وروسته د اروپا پر لور انتقاليږي.
اعلان
د آلماني رسنيو په حواله، آلمان حکومت غواړي هغه مهاجر چې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا راځي له ژغورنې مرستو وروسته دې بيرته خپلو هيوادونو واستول شي. تر اوسه پر دغې خطرناکه سمندري لاره، مهاجر د سمندري ځواکونو لخوا تر ژغوريدو وروسته اروپا پر لور انتقاليږي.
آلماني ورځپاڼې شپيګل، نن شنبه ( دسامبر دريمه) په خپل يو رپوټ کې ويلي دي چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت غواړي هغه مهاجر چې له افريقايي هيوادونو څخه د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته راځي او په سمندر کې نيول کيږي، له دې وروسته دې تر لازمو مرستو وروسته په هره ذريعه چې کیږي، بيرته خپلو هيوادونو ته واستول شي.
په رپوټ کې راغلي دي چې د دغه هدف لپاره کيدای شي په تونس کې د نوم ليکنې داسې يو مرکز پرانیستل شي چې آلمان او نورو اروپايي هيوادونو ته راتلونکي مهاجر وشي کړای خپل د پناه غوښتنې درخواستونه وروسپاري. د آلمان د کورنيو چارو وزارت اوسمهال په همدې باب له اروپايي کميسيون او ايټاليې سره پر خبرو اترو بوخت دی.
شپيګل زياتوي چې آلمان له دې بابته انديښنه لري چې ۲۰۱۷ کال کې چې په دغه هيواد کې عمومي انتخابات تر سره کيږي، د مهاجرو نوي سيلونه دې راشي. د ويلو ده چې په روان کال کې د سمندر له لارې د تير هر وخت په پرتله زيات شمير مهاجر ايټاليا ته رسيدلي دي.
ايټاليالوي چارواکي وايي چې سږکال ورته د سمندر له لارې د ورغليو مهاجرو په شمير کې زياتوالی راغلی دی، دوي دا خبره په داسې حال کې کوي چې لا تر اوسه د روان کال (۲۰۱۶)يوه مياشت پاتې ده.