1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: مهاجر په جرمونو کې کم ښکيل دي

۱۳۹۵ دی ۱۱, شنبه

د آلمان د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مرکزي اداره (B.K.A) وايي په جرمي تحقيقاتو کې تر ټولو د مخه په مهاجرو او پڼاه غوښتونکو د ښکيلتيا ګمان کيږي، په داسې حال کې چې دغه افراد په جرمونو کې ډير کم دخيل دي.

Deutschland Flüchtlinge Datenerfassung
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مرکزي اداره (B.K.A) وايي په جرمي تحقيقاتو کې تر ټولو د مخه په مهاجرو او پڼاه غوښتونکو د ښکيلتيا ګمان کيږي، په داسې حال کې چې دغه افراد په جرمونو کې ډير کم دخيل دي.

آلماني رسنيو جمعې په ورځ په يوه رپوټ کې د آلمان د جرمونو پر وړاندې د مبارزي مرکزي ادارې په حواله وويل، څرنګه چې آلمان کې د جرمونو د زياتيدو لامل مهاجر ښودل کيږي، اوس ښکاري چې دغه ادعا غلطه ده.

په دې اړه د آلماني رسنيو (اين ډي آر) او ( زود دويچه سايټونګ) يو تحقيقاتي ټيم د جمعې په ورځ د يادي ادارې د محرمو اسنادو پر حواله يو رپوت خپور کړ. په دغه  رپوټ کې راغلي دي، چې په روان کال کې جرمونو کې د مهاجرو په ښکلتيا کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

جرمونو کې کموالی

د روان کال په لمړيو درو مياشتو کې د مهاجرو لخوا د ترسره شويو جرمونو په کچه کې د تير کال د همدې مودې په پرتله، ۳۲ سلنه کموالی راغلی دی. د آلمان د کورنيو چارو وزارت به راتلونکې اوونۍ په دې اړه بشپړ ارقام وړاندې کړي. د آلمان د جرايمو پر وړاندې د مبارزې ادارې (B.K.A) يوه چارواکي د دا ډول يو رپوټ پخلی کړی دی، خو په اړه يې زيات جزئيات نه دي ورکړي.

دغې ادارې په روان کال کې په  ټوليزه توګه ۲۱۴۶۰۰ داسې جرمي قضيې ثبت کړي دي، چې په احتمالي ډول مهاجر په کې لاس لرود. که څه هم د جرمونه دغه رقم د تيرکال په پرتله زيات دی، خو د يادولو ده چې سږکال ۲۳۰ زره نور مهاجر هم آلمان ته داخل شول.

ترانسپورټي جرم

ويل شوي دي چې د مهاجرو لخوا په ترسره شويو جرمونو کې ۱۷ سلنه یې د سفر پر وخت له عمومي ترانسپورت څخه پرته د ټيکټ لرلو استفاده ده. يو څلورمه حصه د غلاو جرمونه او يو څلورمه نور يې داسې جرومونه ښودل شوي چې له وجې يې يو چاته جسماني زيان رسيدلی وي.

د رپوټ له مخې د جسماني زيانونو جرمونه تر ډيره خپله د مهاجرو تر منځ يو بل ته د شويو جګړو او جنجالونو له وجې رسيٍدلي دي. په دې منځ کې ۶ سلنه داسې هم پيښ شوي چې د مهاجرو لخوا دې غيرمهاجر په جسماني توګه زورول شوی وي.

د رپوټ پر اساس د مهاجرو لخوا په ترسره شويو جرمونو کې ۱.۳( يوه اعشاريه درې) سلنه يې د جنسي تيريو پيښې دي. رپوټ کې دا هم ويل شوي چې د مهاجرو لخوا د لارو پر سر د غلاو او لوټماريو په پيښو کې ۶ سلنه کموالی راغلی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.02.2016):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب