1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان مو بخښلی، ورسره ښې اړيکي غواړو»

۱۴۰۰ شهریور ۱۴, یکشنبه

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چي طالبان د آلمان سره ښې ډیپلوماتيکي اړيکي او مالي مرستي غواړي. په خبره یې جرمنيانو ته به هميشه په افغانستان کي ښه راغلاست وويل سي.

Afghanistan PK der Taliban
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدانځور: Rahmat Gul/dpa/AP/picture alliance

وسله والو طالبانو په دې هکله خپل نظر څرګند کړی دی چي په راتلونکي کي د افغانستان او د آلمان تر منځ څه ډول اړيکي غواړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد آلماني ورځپاڼي «وېلټ ام زونټاګ» ته ويلي: « موږ د آلمان سره ټينګي رسمي اړيکي غواړو.» مجاهد په دې ترڅ کي هيله څرګنده کړې چي د آلمان له حکومت او نورو هيوادونو څخه دا هيله لري چي په بشري مرستو، طبي خدماتو، زراعت او تعلیمي ډګر کي ورسره مرستې وکړي.


مجاهد ويلي دي چي آلمانيانو ته به هميشه په افغانستان کي ښه راغلاست وويل سي. د هغه په وينا حتی ۱۰۰ کاله ترمخه د پاچا په دوره کي لا افغانستان د آلمان سره ښې اړيکي لرلې او آلمان په افغانستان کي ډېر کومکونه کړي دي. هغه زیاته کړې: « البته هغوی (آلمانيانو) د امريکايانو سره ملګري وکړه. خو دا کار اوس بخښل سوی دی.»
 

له بل اړخه آلمان اړ دی چي د طالبانو سره خبري اتري ولري، ځکه چي غواړي په افغانستان کي د پاته هغو کسانو راوتل ممکن کړي چي د آلمانيانو سره د همکاري له کبله بايد آلمان ته راوستل سي.
 

په دې تړاو د آلمان د باندنيو چارو وزير، هايکو ماس څو ورځي تر مخه ويلي ول: « که په سیاسي توګه دا ممکنه وه او امنيتي وضعې اجازه ورکړه، نو بايد آلمان هم بايد په کابل کي خپل سفارت بېرته پرانيزي.» خو ماس پر دې هم ټينګار وکړ چي په کابل کي به د نمائندګۍ پرانیستل په اوتوماتیکه توګه د آلمان له لوري د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندل نه وي.

آ./م.ق./ا.ا.