1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان نور افغان مهاجر اخراجوي

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ له آلمان څخه یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر خپل هیواد ته اخراج شي. افغانستان ته د رد شوو افغانانو د اخراج لړۍ د ۲۰۱۶م کال په دسمبر کې پېل شوه.

Abschiebeflug nach Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان خبري آژانس د افغان چارواکو له قوله لیکلي دي چې له آلمان څخه د رد شوو افغانانو یوه بله ډله افغانستان ته استول کیږي. د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه کارکوونکي د دوشنبې په ورځ یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ډله به د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسیږي.

له آلمان څخه د رد شوو افغانانو د اخراج لړۍ  د۲۰۱۶م کال په دسمبر کې پېل شوه او تر اوسه په ۲۹ پروازونو کې ۷۵۶ نارینه افغانستان ته اخراج شوي دي. خو افغانستان ته د اخراج موضوع شخړه ایزه ده، ځکه چې د طالبانو او داعش پر ضد جګړه لا هم ادامه لري.

په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه یوه نوي ریکارډ ته رسیدلې ده.

په جولای او سپتمبر میاشتو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د ۱۲۰۰ کسانو مړینه او تر ۳۱۰۰ زیاتو کسانو ټپي کیدل ثبت کړي دي.

له ۲۰۰۹م کال راهیسې چې ملګرو ملتونو په سیستماتیک ډول د ملکي تلفاتو په ثبتیدو پېل کړی، دا په یوه ربع کې تر ټولو لوړ شمیر دی.

له آلمان څخه هغه افغان مهاجر بيرته اخراجيږي يا اخراج شوي چي د پناه غوښتني دوسيې يې رد شوي وي، دغه هيواد ته خطر وي او يا د اړوندو ادارو سره د اسنادو په تکميلولو کي مرسته نه کوي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل