د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د مارچ میاشتې پر ۲۷ نېټه به یوه الوتکه رد شوي افغانان کابل ته ولیږدوي. د نوموړي خبري آژانس په حواله دغه رپوټ د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو وزارت دوو جگپوړو چارواکو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د مارچ ۲۴مه) تائید کړی دی.
دغو چارواکو ته دا معلومات نه ول، چې الوتکه د آلمان له کوم هوايي ډگر څخه الوتنه کوي. رپوټ زیاتوي دا چې په الوتکه کې به څومره کسان وي، د کابل چارواکي پرې هغه وخت خبریږي چې الوتکه د کابل هوایي ډگر ته ورسیږي.
د تیر میلادي کال له دسمبر میاشتې راهیسې دا څلورم وار دی چې رد شوي افغان مهاجر په ډله ایزه توگه له آلمان څخه افغانستان ته اخراجیږي. په ټوله کې ۷۷ افغانان چې زیاتره یې ځوانان ول تر اوسه افغانستان ته استول شوي دي. تر اپریل میاشتې پورې حد اکثر پنځوس مسافر په یوه الوتکه کې استول کیدای شي. خو تر اوسه پورې د استول شوو کسانو شمیر په هره الوتنه کې تر دې په څرگند ډول کم وو.
په آلمان کې ۱۱۹۰۰ داسې افغان مهاجر اوسیږي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او له دې هیواد څخه په وتلو باندي مکلف دي. له دغو کسانو څخه یې ۱۰۳۰۰ تنه «دولدونگ» په نوم سند لري.
په آلمان کې د افغانانو د اخراجولو موضوع یوه له شخړه ایزه موضوعاتو څخه ده، ځکه چې ویل کیږي چې په افغانستان کې وضعیت کړکیچن دی او په ټول هیواد کې د نښتو او بریدونو رپوټونه ورکول کیږي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
د هغو ۵۰ تنو افغان مهاجرو له ډلي څخه چي پتېيل سوې وه له جرمني څخه افغانستان ته اخراج سي ۲۶ کسان ئې کابل ته رسېدلي دي. دا دوهم وار دئ چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر اخراجيږي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي افغان مهاجر په نااميدۍ سره له هوايي ډگره وځي. دوی باید اوس خپل ژوند له صفره پيل کړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد جرمني له فرانکفورت هوايي ډگره د افغان مهاجرو د انتقال الوتکه. دوی د دوشنبې په ماښام په دغه الوتکه کي د کابل پر لور سپارل کړل سول.
انځور: Getty Images/AFP/D. Rolandد دغو مهاجرو الوتکه د سه شنبې په ورځ سهار وختي د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي کښيناستله.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrsدغه اخراج سوي مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي افغان پوليسو ته وسپارل سول.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrsد دغو اخراج سويو افغانان مهاجرو هويت د کابل په هوايي ډگر کي يووار بيا وڅېړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrsکابل ته رسېدلي افغان مهاجر
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrsدا دوهم وار دی چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته لېږل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarد جرمني حکومت په دې نظر دی چي په افغانستان کي له امنيتي پوله د ډاډ وړ داسي سيمي سته چي دغه کسان پکښې ژوند وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarپه جرمني کي په وارو وار د افغان مهاجرو د اخراج پرضد مظاهرې سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/D. ROlandدا په جرمني کي د يوه افغان هندو د اخراج پرضد مظاهرې انځور دئ.
انځور: Getty Images/AFP/D. Rolandپه دې انځور کي هغه رد سوي افغان مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي ښکاري چي نژدې يوه مياشت مخکي اخراج سول.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossainiله جرمني څخه اخراج سوي افغان مهاجر وايي چي په افغانستان کي له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه ده سوې.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossainiپه جرمني کي د هغو افغانانو شمېر زيات سوی چي د اخراج له ويري ئې کليساوو ته پناه وړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/C. Bilan