1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآذربایجان

آلمان نګورنو قره باغ ته د نړيوالو څارونکو پر ليږد ټينګار کړی

۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په نګورنو قره باغ کې د آذربايجان د ځواکونو پر وړاندې د آرمني پلوه جنګيالو تر ماتې وروسته دغه سیمې ته د نړیوالو څارونکو پر ليږدولو ټینګار کړی دی.

د المان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې
د المان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کېانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، دا غوښتنه د قفقاز په دغه شخړه ایزه سيمه کې د آذربايجان له خوا تر نويو عملياتو څو ورځې وروسته کړې ده.

نوموړې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۷مه) وويل: «هیڅوک نه پوهيږي چې هلته د خلکو وضعيت په رښتيا څنګه دی او پر هغوی څه تيريږي.»

بېربوک زياته کړې: «هلته اوس شفافيت ته اړتیا ده او دا چې په سيمه کې د نړيوالې ټولنې په اصطلاح سترګې او غوږونه موجود وي. له خپلو شريکانو سره په ګډه به موږ په ټول قوت سره د دې له پاره کار وکړو چې څومره ژر ممکن وي هلته [نګورنو قره باغ] خپلې څارونکې او څارونکي واستوو.»

نوموړې دآذربايجان پر حکومت غږ وکړ چې دا ډول يو څارونکی ماموريت ومني. هغې زياته کړه چې که چېرې آذربايجان څارونکو ته اجازه ورکړي نو دا به د دې «باور يو ثبوت» وي چې آذربايجان «د امنيت او د خلکو د ښېګڼې خپلې ژمنې» جدي نیولي دي. 

نوموړې پر دې سربیره وويل چې بشري مرستې به «يو ځل بيا د پام وړ لوړوالی ومومي.» بېربوک وويل چې د سره صليب د کمېټې سره به اضافي مرسته له دوو څخه پنځه ميليونه يورو ته لوړه شي.

په سلګونو آرمنيان له نګورنو قره باغ سيمې څخه د وتلو په حال کې ديانځور: Stepan Poghosyan/Photolure photo/AP Photo/picture alliance

هغې زياته کړه: «په دې وروستيو کې د لاچين دهلیز له لارې د توکو پر انتقال سربیره اوس هم د آذربايجان له خوا د څو مياشتني بندیز له کبله، هلته کابو ټولو هغو توکو ته اړتيا ليدل کيږي چې د باعزته ژوند تیرولو له پاره ورته ضرورت وي؛ يعني خوراکي توکي، درمل او د حفظ الصحې اړونده محصولات».   

د آذربايجان حکومت د ۲۰۲۲م کال له پای څخه د ارمنستان او نګورنو قره باغ ترمنځ يوازنۍ نښلوونکې لاره تړلې وه.

په سيمه کې د بشري وضعیت په اړه په ټوله نړۍ کې اندیښنې رامنځته شوې وې. په نګورنو قره باغ سيمه کې چې د نړيوالو قوانينو له مخې په آذربايجان پورې اړه لري، څه نا څه ۱۲۰ زره توکمیز ارمنيان ژوند کوي.

له لسیزو راهېسې ارمنستان او آذربايجان د دې سيمې پر سر جنګيږي. د ارمنستان حکومت د آذربايجان پر حکومت په تېره اونۍ کې د سترو پوځي عملياتو له پېلولو راهېسې د «قومي تصفيې» د پلانولو تور لګوي.

آذربايجان غواړي چې د نګورنو قره باغ په خپل سر نومول شوی جمهوريت بيرته په بشپړه توګه له خپلې خاورې سره يوځای کړي.

ب. ص/ ا.و.ا (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب