د آلمان د احصايې فدرالي دفتر د چهار شنبې ورځې د رپوټ په حواله په آلمان کې په اصطلاح د «جنډر ترمنځ د تقاعد توپير» يا د ښځو او نارينه وو د تقاعد د عايد ترمنځ توپير ۲۷،۱ سلنه دی.
رپوټ وایي چې په آلمان کې د ۶۵ کلنو او يا تر دې ډېر عمر لرونکو څخه یې هره پنځمه ښځه (۲۰،۸ سلنه) تېر کال د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ وه. د عين سن د نارينه وو له پاره د خطر کچه بيا ۱۵،۹ سلنه وه.
په دې عاید کې د هر ډول تقاعد پېسې شاملې دي.
د نارينه وو په پرتله د آلماني ښځو د تقاعد پېسې ولې کمې دي؟
په آلمان کې يو کس هغه وخت د بې وزلۍ له خطر سره مخامخ کڼل کيږي کله چې د کورنۍ د اندازې او جوړښت په پام کې نيولو سره یې عايد د ټول نفوس د منځني عايد څخه ۶۰ سلنه کم وي.
د لږ عايد له کبله ښځې د نارينه وو په پرتله ډېرې په زاړه عمر کې د بې وزلۍ له خطر سره مخامخ دي. په ۲۰۲۳م کال کې په آلمان کې تر ۶۵ کلنۍ ډېر عمر لرونکو ښځو په اوسط ډول په کال کې ۱۸ زره او ۶۶۳ يورو عايد لرلی، په داسې حال کې چې د عين سن لرونکو نارينه وو بيا په اوسط ډول ۲۵ زره او ۵۹۹ یورو عاید درلودلی دی. د عایداتو دواړه شميرې د هر ډول کسرونو د مخه دي.
د کار د مودې راکمول، د لږ عايد کارونه او د ماشومانو او يا د کورنۍ د ډېر عمر د غړيو د پالنې له وجې ډېر رخصت اخیستل، دا ټول د دې باعث کيږي چې ښځې د خپل کاري ژوند په ترڅ کې لږ عاید ولري چې دا وروسته د ښځو له پاره د لږ تقاعد په معنا ده.
د آلمان د احصایې د فدرالي ادارې په حواله د هغه تقاعدونو پرته چې په يو بل پوړې اړه نه لري، لکه د مېړه او يا ماینې د مړينې په صورت کې چې ورکول کيږي، ښايي د تقاعد ترمنځ توپير تر ۳۹،۴ سلنه لوړ شي، دا په داسې حال کې ده چې له پوښتل شويو ښځو څخه یې ۲۹ سلنه د خپل مړه شوي مېړه د تقاعد يوه برخه ترلاسه کوي.
ب. ص/ ن . ز (Reuters, dpa, AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
تر ټولو جګ معاشونه په کومو هيوادونو کي؟
د يو هيواد د وګړو اقتصادي وضعيت د هغوی له اوسط معاش څخه معلومېدلای سي. د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ د سازمان (OECD) د اړوند ليسټ څخه ۲۰ هغه هيوادونه چي پکښي وګړي تر ټولو زیات اوسط کلنی معاش لري دلته پېژندلای سئ:
انځور: Getty Images۲۰ مقام ـ سويلي کوريا ـ ۳۳۱۱۰ امریکايي ډالره
د دغه انځوريز مطلب معلومات او شمېرې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ د سازمان (OECD) د ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او له ويکي پېډيا څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه اخيستل سوي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Imago/M. Aurich۱۹ مقام ـ ايتاليا ـ ۳۴۱۴۰ امریکايي ډالره
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra۱۸ مقام ـ جاپان ـ ۳۵۷۸۰ امریکايي ډالره
انځور: Colourbox۱۷ مقام ـ هسپانيه ـ ۳۶۳۲۵ امریکايي ډالره
انځور: Fotolia/Aleksandar Todorovic۱۶ مقام ـ فنلند ـ ۴۰۷۳۱ امریکايي ډالره
انځور: nyiragongo/Fotolia۱۵ مقام ـ سوېډن ـ ۴۰۹۰۹ امریکايي ډالره
انځور: Getty Images/AFP/J. Nackstrand۱۴ مقام ـ فرانسه ـ ۴۱۲۵۲ امریکايي ډالره
انځور: picture-alliance/PIXSELL/G. Stanzl۱۳ مقام ـ بريتانيه ـ ۴۱۳۸۴ امریکايي ډالره
انځور: DW۱۲ مقام ـ آلمان ـ ۴۴۹۲۵ امریکايي ډالره
انځور: DW/K. A. Scholz۱۱ مقام ـ آيرلند ـ ۴۶۰۷۴ امریکايي ډالره
انځور: picture-alliance/dpa/H.Segbers۱۰ مقام ـ اتريش ـ ۴۶۰۸۴ امریکايي ډالره
انځور: Mehrdad Keshvari۹ مقام ـ بلجيم ـ ۴۷۸۴۳ امریکايي ډالره
انځور: Getty Images/AFP/T. Monasse۸ مقام ـ کانادا ـ ۴۷۸۴۳ امریکايي ډالره
انځور: picture-alliance/dpa/O. Maksymenko۷ مقام ـ دنمارک ـ ۵۰۰۲۴ امریکايي ډالره
انځور: picture-alliance/dpa/R. B. Fishman۶ مقام ـ آسرالتيا ـ ۵۰۱۶۷ امریکايي ډالره
انځور: Matthew Samson۵ مقام ـ هالند ـ ۵۰۶۷۰ امریکايي ډالره
انځور: Getty Images/AFP/S. Koning۴ مقام ـ ناروې ـ ۵۰۹۰۸ امریکايي ډالره
انځور: DW/M. Z. Haque۳ مقام ـ سويس ـ ۵۸۳۸۹ امریکايي ډالره
انځور: Imago/Travel-Stock-Image۲ مقام ـ د امريکا متحده ايالات ـ ۵۸۷۱۴ امریکايي ډالره
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan۱ مقام ـ لُکسمبورګ ـ ۶۰۳۶۹ امریکايي ډالره
د دغه انځوريز مطلب معلومات او شمېرې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ د سازمان (OECD) د ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او له ويکي پېډيا څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه اخيستل سوي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: picture-alliance