آلمان يوه ډله نور افغانان اخراج کړل
۱۴۰۵ شهریور ۳, سهشنبه
د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي د سې شنبې په سهارله لايپڅيګ-هاله هوايي ډګر څخه د کابل پر لور هغه چارتر الوتکه والوتله چي ۲۳ نارينه افغانان پکښې سپاره ول.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرينت، د جولای مياشتي په وروستیو کي اعلان وکړ چي افغانستان ته د اخراج لړۍ به نور یوازي تر مجرمو مهاجرو او هغه چي خطرناک ګڼل کيږي، پوري محدوده نه وي؛ بلکي د ایتلافي حکومت د هوکړي پر بنسټ، هغه کسان چي له آلمان څخه په وتلو مکلف دي هم اخراج سي.
د دې پرواز په اړه تر اوسه هیڅ جزئیات نه دي وړاندي سوي چي آیا شړل سویو کسانو کوم جرمونه کړي ول او یا دا چي په دې ډله کي نور داسي کسان هم شامل وو چي له آلمان څخه په وتلو مکلف ول.
د آلمان پر حکومت د اپوزيسيون نيوکه
د آلمان حکومت دا اخراجونه په کابل کي د طالبانو له ادارې سره د سوي هوکړي پر بنسټ ترسره کوي.
د آلمان پر حکومت له طالبانو سره پر وروستی تعامل نيوکي کيږي. د آلمان په پارلمان کي د زرغون ګوند استازو شاهینې ګامبیر او سارا ناني، پر حکومت تور لګولی چي «په هر قيمت د اخراجونو» د عملي کولو له پاره طالبانو ته سر ټيټوي؛ هغه ډله چي ښځي او نجوني یې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخي کړي دي.
د زرغون ګوند دغو استازو پر حکومت نیوکه کړې چي له طالبانو سره د همکارۍ له لاري له دغو اسلامپالو سره د «نړیوالي ټولنیزي منل کېدني» په ترلاسه کولو کي مرسته کوي.
د آلمان حکومت په دوامداره توګه ټینګار کړی دی چي دا اړیکي په تخنیکي کچه دي او د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه پیژني.
د افغانانو د اخراج لومړی پرواز دوه کاله دمخه د قطر په مرسته وسو؛ له هغه وخت راهیسي د آلمان حکومت دا الوتني په مستقیم ډول ترسره کوي.
په افغانستان کي بشري ناورين
د هغو ۳۱ افغان پناه غوښتونکو له ډلي چي د جولای مياشتي په وروستیو کي له آلمان څخه اخراج سول، یوه يې وروسته د آلمان خبري آژانس ته د تلیفون له لاري وویل چي هغه په ۱۴ کلنۍ کي آلمان ته مهاجر سوی وو او په دې موده کي یې خپله مورنۍ ژبه دري، تر یوه حده هېره کړې وه. هغه څرګنده کړه چي اخراج يې له خپلي مېرمني او زوی څخه د جلا کيدو لامل سوی.
هغه ویلي دي: «دلته په کابل کي زما له پاره هیڅ کار نسته. که زما مشر ورور دلته نه وای، نو پر سړک به اوسېدم.» هغه ټینګار کړی دی چي غواړي بېرته آلمان ته ستون سي.
افغانستان اوس په نړۍ کې یو له خورا سخت بشري ناورین سره مخ دی. د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چي د دې بشري ناورین له امله، خوارځواکي بې سارې کچې ته رسېدلې ده.
د کار نړیوال سازمان شمېرې ښيي چي په افغانستان کي د کار کولو وړ عمر کسانو په سلو کي ۳۳ سلنه په کار بوخت دي.