آلمان ایرانی دپلومات په جاسوسۍ او د وژنې په دسیسه تورن کړی
۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ د آلمان څارنوالانو یو ایرانی دپلومات د بهرني جاسوس او په فرانسه کې د ایران د حکومت د اپوزیسیون پر یوې غونډې د احتمالي بمي برید په دسیسه کې د قتل په هڅه کې مجرم ګڼلی دی.
ایرانی دپلومات اسدالله اسدي د روان کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د آلمان په اشافن بورګ ښار کې وروسته له هغه ونیول شو کله چې د بلجیم پولیسو د هغه د نیولو امر صادر کړ.
د دې پیښې په تړاو د آلمان څارنوالانو وویل چې پر نوموړي شک دی چې په مارچ میاشت کې یې یوه ایرانۍ جوړه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د ایران د حکومت د اپوزیسیون پر یوې غونډي باندې د برید له پاره ګمارلي وه. د ایران د مقاومت ملي شورا په نامه دغه اپوزیسیون د جون میاشتې په وروستیو کې په پاریس کې غونډه درلوده.
زیاته شوې ده چې دغه ۶۴ کلن ایراني دپلومات د پاریس تر دغې غونډې څه موده وړاندې په لوګزامبورګ کې یادې ایرانۍ جوړې ته ۵۰۰ ګرامه چاودیدونکي توکي ورکړي ول.
د بلجیم پولیسو په هغه ورځ چې دوی غوښتل دغه احتمالي برید ترسره کړي، د دغې ایرانۍ جوړې په موټر کې د چاودیدونکو توکو تر موندلو وروسته دوی نیولي دي. څارنوالانو زیاته کړې ده چې ایراني دپلومات اسدي چې د اتریش په پلازمینه ویانا کې میشت دی، د ایران د استخباراتو او امنیتي چارو وزارت غړی دی. د ایران د اسختباراتو او امنیتي چارو وزارت دنده تر ډیره پورې د داخلي او بهرنیو اپوزیسیون ډلو څارنه یاده شوې ده.
بلجیم د اسدي د اخراج غوښتنه کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا دغه تورونه رد کړي او هغه یې یوه دسیسه یاده کړې ده.