1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان پر روسیې په لګیدلو بندیزونو کې نرمښت نه راولي»

۱۴۰۱ تیر ۲۴, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي که چیرې برلین د روسیې د ګاز وارداتو د ډاډمنتیا له پاره په بندیزونو کې نرمښت راولي نو دوی به له غبرګ تهدید سره مخامخ شي. د اپوزیسیون ځینو ګوندونو د بندیزونو د نرمښت غوښتنه کړې وه.

Deutschland, Bremen | Annalena Baerbock im Bürgerdialog im Science Center "Universum"
انځور: Sina Schuldt/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې آنا لېنا بېربوک، د آلمان په بریمن ښار کې له عامو خلکو سره د خبرو په ترڅ کې پر مسکو لګول شوو بندیزونو کې نرمښت رد کړی دی. هغې ویلي دي که چیرې آلمان په دغو بندیزونو کې نرمښت راولي، نو دوی به له غبرګ «بلېک میل» سره مخامخ شي.

بېربوک په دې تړاو استدلال وکړ چې «دا به ټولو هغو خلکو ته د بلنلېک په معنی وي چې بشري حقونه، آزادۍ او دیموکراسي تر پښو لاندي کوي» په داسې حال کې چې روسیې نړیوال قوانین په ډیر «وحشیانه ډول» مات کړي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې په وینا برلین به د اوکراین ملاتړ ته «تر هغه وخته ادامه ورکړي چې ورته اړتیا وي. او له دې کبله به موږ دغه بندیزونه برقراره وساتو او د دې ترڅنګ به دا خبره هم یقیني کړو چې زموږ په هیواد کې ټولنه سره و نه ویشل شي.»

تر دې دمخه د کیڼ اړخې او آلمان له پاره بدیل «اې اف دي» ګوندونو ځینو استازو د آلمان پر اقتصاد باندې د فشار د کمښت له پاره پر روسیي لګیدلو بندیزونو کې د نرمښت راوستلو غوښتنه کړې وه. د یادولو وړ ده چې آلمان تر ډیره د روسیې پر ګاز متکي دی.

د جي ۲۰ هیوادونو د مالیې وزیرانو غونډه

د جي ۲۰ هیوادونو د مالیې چارو وزیران او د مرکزي بانکونو مشران د اندونیزیا په بالي کې سره ویني، څو پر اوکراین د روسیې د یرغل اقتصادي اغیزو باندې بحثونه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزیرې جنېټ یلن، د اوکراین پر ضد د روسیې جګړه د نړیوال اقتصاد له پاره «ستره ننګونه» وبلله او ویې ویل چې روسي چارواکي په دې خبرو کې «هیڅ ځای» نه لري.

انځور: Sonny Tumbelaka/AP Photo/picture alliance

نوموړې تر غونډې دمخه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د دغې جګړې اغیزې د نړۍ په هر ګوټ کې خپرې شوې او په ځانګړې توګه د «انرژۍ بیې لوړې شوي او د خوړو په برخه کې یې بې اطمیناني» رامنځ ته کړې ده. 

په اپریل میاشت کې په واشنګټن کې د جي ۲۰ غونډې پر مهال چې کله روسي چارواکو غونډې ته وینا کوله نو هغه له غونډې وتلې وه.

اندونیزیا چې دا ځل د جي ۲۰ غونډې مشري کوي د جاپان او لویدیځو هیوادونو پر فشارونو سربیره له دغه سرمشریزي د روسیې بې برخې کولو ته غاړه کېنښوده.

د روسیې د مالیې وزیر به په دغه غونډه کې په مجازي ډول ګډون کوي. همداشان د اوکراین د مالیې وزیر به هم غونډې ته په مجازي بڼه وینا وکړي.

زیلینسکي روسیې ته «ترهګر دولت» ویلي

د روسیې پر وینیتسیا ښار باندې د توغندي په یوه برید کې د ۲۳ کسانو تر وژل کیدو وروسته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د شپې پر مهال خپله وینا کې دا غوښتنه بیا تکرار کړه چې روسیه دې د یوه «ترهګر دولت» په توګه وپيژندل شي. هغه وویل چې «دا یو ځل بیا په اثبات رسوي چې روسیه باید په رسمي ډول د یوه ترهګر دولت په توګه وپيژندل شي.»

هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي چې «د نړۍ هیڅ دولت ځان ته دا اجازه نه ورکوي چې سوله ایز ښارونه او د عادي انسانو ژوند هره ورځ د کروز توغندیو او توپخانې په بریدونو سره تباه کړي.»

انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

زیلینسکي پر دې خبره هم ټینګار کړی دی چې ښایي په وینیتسیا کې په شوي برید کې د تلفاتو شمیر لوړ شي. د هغه په خبره د خرابیو د لیرې کولو کار روان دی او اوس هم ډیر شمیر خلک لا درکه دي او کوم «خلک چې په روغتونونو کې بستر دي سخت ټپیان دي.»

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب