د دې پیسو څلورمه برخه پر داسې پناه غوښتونکو مصرف شوې چې لا اوس هم تر ارزونې لاندې دي او له نیمايي څخه ډیرې پیسې بیا د اجباري مهاجرت د ریښو پر لمنځه وړلو مصرف شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle
اعلان
په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان حکومت خپلو ۱۶ ایالتونو ته له مهاجرینو سره د مرستې په موخه ۹،۳ میلیارده یورو بودیجه په اختیار کې ورکړې وه. په عین وخت کې په بهرنیو هیوادونو کې د اجباري مهاجرت د ریښو د لمنځه وړلو له پاره آلمان ۱۱ میلیارده یورو مصرف کړي دي.
دغه شمیرې د آلمان د فدرالي حکومت لخوا په یوه تازه رپوټ کې خپرې شوي دي چې ټاکل شوې د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل تر تایید وروسته به خپور شي.
له دې پیسو څخه ۵،۵ میلیارده یورو په داسې مهاجرینو مصرف شوي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې او تر اوسه پورې د آلمان د یو ایالت لخوا د مهاجر په توګه نه دی منل شوی. په دې بودیجه کې په آلمان کې د مهاجرینو د ښه ادغام په موخه هم د ۲ میلیارده یورو د لګښت یادونه شوې. سربیره پر دې له دې پیسو څخه ۴۰۰ میلیونه یورو د مهاجرینو او پناه غوښتونکو پر سرپناه او ۳۵۰ میلیونه یورو د کم عمره او له سرپرست پرته پر مهاجرینو مصرف شوي دي.
د آلمان د نورد راین ویست فالن ایالت د دې پیسو تر ټولو ډیره برخه یعنې ۱،۲ میلیارده یورو ترلاسه کړي. بایرن د ۸۶۰ میلیونه یورو په ترلاسه کولو په دوهم ځای کې دی او بیا بادن وتمبرګ د ۷۲۸ میلیونو یورو په ترلاسه کولو سره په دریم مقام کې ځای لري.
په عین وخت کې د مهاجرینو په هکله د عام آلمانیانو نظر تر ډیره مثبت پاتې دی. د ټولو پوښتل شوو آلمانیانو کابو ۴۰ سلنه وايي چې دوی ډیر ډاډه وو چې آلمان به د مهاجرت له امله رامنځته شوې ننګونې حل کړي.
په آلماني ټولنه کې د پرمختک لپاره تر ټولو مهم څه د آلماني ژبې زده کړه ده. حکومت په همدې موخه مهاجرو ته وړيا کورسونه په لاره اچوي. دا ادغام يوه مهمه برخه ده.
انځور: DW/S. Pabst
ادغام ته هڅې
مهاجرو سره د ادغام په بهير کې د حکومت د رسمي پروګرامونو تر څنګ، عام خلک هم په داوطلبه توګه برخه اخلي. ډیری آلماني کورنۍ د مهاجرو سره نژدې اړيکي او ښه مناسبات لري.
انځور: DW/A. Jawad
د چټک ادغام په موخه مختلفې لارې چارې
مهاجرو او ځايي خلکو تر منځ ورزشي فعاليتونه، ګډ تمرينات او د سياليو ترسره کول د ادغام په برخه کې يوه بله مثبته هڅه ده.
انځور: picture-Alliance/Tagesspiegel/K. U. Heinrich
په آلمان کې د مهاجرو يو کمپ
په ۲۰۱۵ کال کې آلمان مهاجرو لپاره په عاجله توګه کمپونه او هستوګنځایونه جوړ کړل. لا هم ډیری دغه کمپونه فعال دي.
انځور: privat
د کمپ له وړو ګډو کوټو تر لوکسو کورونو
آلمان حکومت، د مهاجرو لپاره له کمپونو نيولې تر لوکسو کورونو پورې هستوګنځایونه برابروي. په يوه تازه نظر پوښتنه کې آلمانيانو له حکومته غوښتي چې پر مهاجرو دې مصرفونه کم کړي.
انځور: privat
په کمپ او هايمونو کې د مهاجرت ژوند
کمپونه او هايمونه په آلمان کې د مهاجرو لمړي او موقت کورونه ګڼل کيږي. په تصوير کې يوه افغان مهاجره کورنۍ په افغاني دود د ډوډۍ خوړلو په حال کې.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt
د مهاجرو ثبت او راجستر دوام لري
د آلمان د مهاجرت ادارې د آمارو له مخې سږکال دغې ادارې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان ثبت کړي دي. له بل لورې د تيرکال په پرتله د مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی.
انځور: DW/K. Brady
مرکل د مهاجرو په زړونو کې
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل په مهاجرو کې ډیره محبوبه ده، خو د هغې مهاجرت پسنده سیاست په خپله آلمانيانو کې د هغې د محبوبيت د کميدو سبب واقع شو. له همدې وجې مرکل د روان کال په ايالتي ټاکنو کې خپلې زياتې رايې له لاسه ووتې.