« د بن په قونسلگرۍ کې د طالبانو استازی جنرال قونسل نه دی»
۱۴۰۴ آبان ۲۰, سهشنبه
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلگرۍ فعالیت له سره پیل سوی دی او په آلمان کې میشت افغانان کولای سي د قونسلي خدماتو د په لاس راوړلو له پاره دغې نمایندگۍ ته مراجعه وکړي.
د دغې قونسلگرۍ فعالیت له هغه وروسته له سره پیل کیږي چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې د يادي قونسلګرۍ قونسل او محلي کارکوونکو چې د اسلامي جمهوریت د پخواني نظام له وخته یې په دغې نمایندگي کې کار کاوه، په ډله اېز ډول استعفا وړاندې کړه.
اړوند:په بن کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان قونسلگرۍ بيا فعالیت
د دغې قونسلگرۍ د کارکوونکو د ډله ایزې استعفا علت، د آلمان د حکومت له خوا د طالبانو د قونسلي چارو د دوو استازو منل په گوته سوي چې یو تن یې په بن کې په دغې قونسلگرۍ کې خپل کار پیل کړی دی.
د طالبانو له خوا استول سوی استازی قونسل دی که کارکوونکی؟
دغه ډیپلوماټیکه استازولي په خپله ویب پاڼه کې د «جنرال قونسل» تر رهبري لاندې معرفي سوی دی او د هغه له خولې راغلي دي: «ویاړ کوم چې په بن کې د افغانستان د جنرال قونسل په توگه خدمت کوم.»
خو د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:«د افغانستان نمایندگۍ تل د داسي کسانو له خوا رهبري کیږي چې په ۲۰۲۱ م کال کې د قدرت له بدلون وروسته د [افغانستان] د اسلامي جمهوریت له خوا استول سوي او په آلمان کې یې باورلیکونه ترلاسه کړي دي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه پوښتنې په جواب کې چې آیا د طالبانو له خوا معرفي سوی کس جنرال قونسل دی، وویل: «د جنرال قونسلي چوکۍ فعلاً په بن کې خالي ده.»
هغه زیاته کړه چې د دې له پاره چې یو څوک د جنرال قونسلۍ موقف ولري، باید د آلمان د حکومت له خوا تائید سوی وي او داسې یو کار په ځانگړې توگه په بن کې د افغانستان په قونسلگرۍ کې نه دی سوی، له همدې کبله دغه قونسلگري په برلین کې د افغانستان د سفارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
اړوند:طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي
آلمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو ویلي یې دي چې د مجرمو افغانانو د اخراج د آسانتیا په هدف یې «فني مذاکرات» ترسره کړي دي.
لا هم واضح نه ده چې په بن کې د افغانستان قونسلګري تازه کارکوونکي گومارلي دي یا په آلمان کې د افغانستان د نورو نمایندگیو کسانو په دغې استازولۍ کې په کار پیل کړی دی.
په بن ښار کې د افغانستان د پخوانۍ جنرال قونسلگرۍ ویب پاڼه تړلې ده. د «په بن کې د افغانستان جنرال قونسلۍ» تر عنوان لاندې د دغې نمایندگۍ یوه نوې ویب پاڼه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا معرفي سوې ده چې تر یو ځایه ترکار لاندې ده او د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغ پکښې نه لیدله کیږي.
د آلمان حکومت مخکې ویلي ول چې د طالبانو ادارې له خوا یې، دوه استول سوي قونسلي کارکوونکي د قونسلي چارو د مخ ته بیولو او اخراجونو د آسانولو له پاره منلي دي.