1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په زرونو کسانو د اروپا د پولو د پرانيستو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

په برلين کې په زرونه کسان راټول شوي او د مهاجرو پر وړاندې د اروپايي ټولنې هېوادونو د سرحدونو د پرانیستلو غوښتنه یې کړې. مهاجر چې افغانان هم پکې شامل دي، له ترکیې څخه يونان ته د رسېدو هڅه کوي.

Deutschland Tausende demonstrieren vor dem Kanzleramt für Grenzöffnung
انځور: Imago-Images/J. Große

د آلمان د صدارت ماڼۍ مخې ته راټولو شويو په زرونو مظاهره کوونکو د ترکیې او د اروپايي ټولنې ترمنځ د سرحد د پرانيستو غوښتنه کوله. د آلماني رسنيو په حواله په برلين کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان راټول شوي ول په داسې حال کې چې په هامبورگ او پوتسدم ښارونو کې هم ورته مظاهرې ترسره شوې.

د « Sea Bridge» يا سمندري پُل په نوم سازمان چې دا مظاهره یې رابللې وه، د انترنت له لارې ليکلي چې دوی د «اروپايي ټولنې د سرحدونو د تړلو د تگلارې پر ضد او د سرحدونو د پرانيستلو له پاره راپاڅيدلې دي.» دغه سازمان زياته کړې ده چې دوی د «خوندي لارو غوښتنه کوي او د ملکي سمندري ژغورنې په جنايت د بدلولو» پای غواړي.

د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ «زهرجن» تړون

دا مظاهرې تر هغه وروسته ترسره کیږي چې په زرونو مهاجر د ترکیې د ولسمشر رجب طيب اردوغان  د تیرې اوونۍ تر هغه اعلان وروسته چې ويلي یې ول چې هېواد به یې مهاجر نور د راوپايي ټولنې د پولو څخه له تېریدو ايسار نه کړي، د يونان پولې ته رسېدلي ول.

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ په اصطلاح د مهاجرو تړون له مخې دواړو هېوادونو له ترکیې څخه اروپايي ټولنې ته د مهاجرو د داخليدو د مخنيوي په برخه کې همکاري کوله.

د سه شنبې ورځې په مظاهرو کې دغه تړون «زهرجن» وبلل شو او د «موږ ځای لرو» شعارونه ورکړل شول. پوليسو د دې مظاهره کوونکو شمير۳۵۰۰ ښوولی خو د مظاهرې تنظيمونکو بيا ويلي چې ۸۰۰۰ کسانو پکې گډون کړی وو.

«د اروپا سرحدونه پرانيستي نه دي»

په برلين او د آلمان په نورو ښارونو کې دا مظاهرې په داسې حال کې ترسره شوې چې د آلمان سياستوال د يونان پر سرحد د وضعيت په تړاو تر سخت فشار لاندې دي.

ميرکل د يونان د امنيتي ځواکونو هغه اقدام چې د سرحد څخه پر اوښتونکو مهاجرو يې گاز پاشلی وو، ملاتړ کړی وو. د آلمان صدراعظمه تر اوسه پر دې ولاړه ده چې د مهاجرو پر وړاندې دي د اروپايي ټولنې پولې تړلي وي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر هم د سه شنبې په ورځ د تويتر له لارې په عربي ژبه مهاجرو ته پېغام ورکړی وو چې د سرحد څخه د را اوښتو هڅه دې نه کوي.

هغه ويلي ول: «موږ به په خپل ټول قوت سره د يونان ملاتړ وکړو. د اروپا سرحدونه د ترکیې څخه د راغلو مهاجرو پر وړاندې پرانيستي نه دي او دا خبره د آلمان د سرحدونو په اړه هم صدق کوي.»

په روانه اوونۍ کې د نورو مظاهرو پلانونه هم شته.

bs/nz (Elliot Douglas ,dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب