1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: په شتاده ښار کې پنځه کسان په ډزو وژل سوي

شمس الرحمن ناصر | نجیب الله زیارمل
۱۴۰۵ تیر ۸, دوشنبه

د آلمان په شتاده ښار کې تر ډزو وروسته د پولیسو ستر عملیات روان دي. د څو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل سوي او چارواکو دوه شکمن کسان نیولي دي.

پولیس او د عدلي طب کارکوونکي د پيښې په ځای کې لیدل کیږي
د پیښې په اړه څیړنې جریان لري او د پيښې انګیزه تر اوسه پورې نه ده معلومهانځور: Ibrahim Ot/AFP

د ځايي پولیسو په وینا، د دوشنبې په ورځ د آلمان په شمال شتاده ښار کې څو کسان په ډزو وژل سوي دي.

د ډزو په اړه معلومات څه دي؟

د شتاده پولیسو ویلي دي چې د شکمن بريدګر په ګډون دوه کسان نیول سوي دي.

د ډزو په دې پېښه کې څو کسان ټپیان سوي هم دي، خو پولیسو یې کره شمېره نه ده ياده کړې.

د بريد انګېزه لا څرګنده نه ده.

د آلمان خبري اژانس د پولیسو د یوه ویاند له قوله ویلي، «د ښار په مرکز کې د ځوانانو یوه مرکز ته نږدې ډزي سوي دي».

د ياد ښار پولیسو په یوه بیان کې چي په واټس اپ کې خپور سوی دی، ویلي دي چي «عمليات په دانکرس کوڅه کې روان دي». هغوی له ښاریانو غوښتي دي چې له سیمي لېري سي او د پیښې په ځای کې د بیړني خدماتو لارښوونې تعقیب کړي.

خو وروسته بيا پوليسو وويل چې اوس «عامو خلکو ته هیڅ خطر نسته.»

دغه ښار شاوخوا ۵۰،۰۰۰ اوسیدونکي لري او د هامبورګ په لویدیځ کې موقعیت لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب