آلمان؛ په فاضله اوبو کې د پولیو د وحشي ویروس پیژندنه
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه
په هامبورگ کې د روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې، د لومړي ځل له پاره پس له ډیره وخته په آلمان کې د پولیو ۱ یا وحشي ډول پیژندل سوی دی.
دغه ویروس چې کیدای سي د پولیو یا د کوچنیانو د فلج ناروغۍ سبب سي، د هامبورگ ښار د فاضله اوبو په یوې نمونې کې پیژندل سوی دی. سره له دې د واکسیناسیون د لوړې کچې او په فاضله اوبو کې د ویروس د محدودې پیژندنې په دلیل یې خطر د انسانانو له پاره ډیر کښته ارزول کیږي.
اړوند:د امریکا د مرستو بندیدل د پولیو له منځه وړل ځنډوي
د پولیو په وحشي ډول باندې اخته کیدل کیدای سي چې د دایمي فلج او حتی مړینې سبب سي. لکه څنگه چې په له دغه ویروس سره تماس او په هغه باندې اخته کیدل معمولاً په کوچنیوالي کې رامنځته کیږي، نو ځکه ورته د کوچنیانو فلج ویل کیږي.
په دغه ویروس د اخته کیدو ممکنه علایم، تبه، زړه بدوالی، د ستوني درد، د معدې درد، د عضلاتو او سر درد، همدارنگه د مغزي پردو یا مننژیت التهاب دی.
د عامې روغتیا له پاره د آلمان فدرالي انستیوت د اعلامیې له مخې، د کوچنیانو د فلج وحشي ویروسونه په اوس وخت کې یوازې په افغانستان او پاکستان کې موجود دي.
اړوند:پاکستان: سږ کال د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ریکارډ ته رسیدلی
په آلمان کې د پولیو په وحشي ډوله ناروغۍ د اخته کیدو وروستۍ پیښه په ۱۹۹۰م کال کې ثبت سوې ده. د روغتیا ادارې ویلي دي چې ددغه ویروس په دوو کلینیکي مواردو کې چې په ۱۹۹۲م کال کې ثبت سوي دي، له بهر څخه وارداتي موارد وو.
د سیمې د دقیق ټاکل امکان نسته
د آلمان له لویو ښارونو څخه د فاضله اوبو نمونې په دوامداره توگه د رابرت کوخ انستیتوت او د کوچنیانو د فلج د عامل ویروس د ارزونې له پاره د چاپیریال ساتنې فدرالي ادارې له خوا ازمویل کیږي. هغه نمونې چې مثبته نتیجه لري، د اکتوبر میاشتې په لومړیو پورې اړه پیدا کوي.
د دغو ادارو په وینا،«لکه څنگه چې دغه راټولې سوې نمونې د هامبورگ او د هغه د ځینو گاونډیو ایالتونو له فاضله اوبو څخه دې، د دې امکان نسته چې تشخیص سي چې دغه ویروس دقیقاً په کومه سیمه کې د انساني مدفوع له لارې فاضله اوبو ته داخل سوی دی.»
همدارنگه د تشخیص وړ نه ده چې آیا یو یا څو کسه په دغه ویروس ککړ سوي دي.
د ۲م ډوله ویروسونو پیژندل
د تیرکال له پای راهیسې تر اوسه د آلمان په څو سیمو کې د فاضله اوبو په نمونو کې د دوهم ډول له واکسین څخه اخیستل سوي د کوچنیانو د فلج ویروسونه پیژندل سوي دي. د دغو ویروسونو او په هامبورگ کې د پیژندل سوي وحشي ویروس ترمنځ کوم تړاو موجود نه دی، ځکه دا بیلابیل ډولونه دي.
سره له دې، دواړه ویروسونه کولای سي په هغو کسانو کې چې نه وي واکسین سوي او یا هم کافي واکسین ونه لري، د ناروغۍ سبب سي. د روغتیا ادارې د اعلامیې له مخې، په آلمان او همدارنگه هامبورگ کې د واکسیناسیون د لوړې کچې له امله د خلکو په منځ کې ډله ایز معافیت موجود دی.