آلمان په پرالمپیک سیالیو کې د سرو زرو لومړۍ مډال وگټه
۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبه دوه څلویښت کلنې اندریا ایکاو د شنبې په ورځ په سوچې کې د سرو زرو لومړی مډال خپل کړ. دغې لوبغاړې تر دې مخکې هم د خپل هیواد له پاره د سرو زرو مډالونه گټلي وو.
پارا المپیک لوبې د سیاسي شخړو تر سیورې لاندې پیل شوې
ژمنۍ پارالمپیک لوبې د شنبې په ورځ د کریمیا د کړکیچ تر سیورې لاندې پیل شوې. اوس د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او روسیې تر منځ اړیکې د اوکراین د کړکیچ له کبله یو څه ستونزمنې شوې دي.
اوکراین هم دغو لوبو ته خپل لوبغاړي استولي دي. دغه هیواد ویلي دي چې د اوکراین د کړکیچ د گرمیدو په صورت کې به دغه لوبې پریږدي. اوکرایني لوبغاړو په کریمیا کې د روسیې د مداخلې پر وړاندې د غبرگون په توگه د سوچي د ژمنیو پارالمپیک په پرانیستونکو مراسمو کې د جمعې په ورځ گډون و نه کړ. د اوکراین موقت حکومت پر روسیې باندې تور لگوي چې د دغه هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.
له بلې خوا په پرانیستونکو مراسمو کې د ۴۵ هیوادونو له ډلې څخه یوازې چین او یونان په تر خپلو بیرغونو وروسته د روسیې بیرغونه ولیږدول.
د پرالمپیک د نړیوالې کمیټې مشر بریت فلیپ کراون، د جمعې په ورځ په پرانیستونکو مراسمو کې په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول د کریمیا کړکیچ ته اشاره ونه کړه، په مقابل کې ولادمیر پوتین له کراون څخه د هغه د ژمنتیا او چمتوالي له کبله مننه وکړه.