1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په کال کې ۵۰۰ زره مسلکي کاري قوې ته اړتیا لري

۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبه

په آلمان کې د مسلکي کاري قوې د کمښت ستونزې ته په کتلو سره د آلمان د کارفرمایانو د ټولنې مشر په راتلونکي کې د هوساېنې له لاسه ورکولو ویره لري. د شمیرو له مخې آلمان په کلني ډول ۵۰۰ زره مسلکي کارګرو ته اړتیا لري.

Symbolbild | Fachkräftemangel in Deutschland
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

 په آلمان کې د کارفرمایانو مشر راینر دولګر، په دغه هیواد کې د مسلکي کاري قوې د کمښت له پایلو څخه خبرداری ورکړی دی. دولګر وویل چې «د مسلکي کارګرو کمښت داسې ګواښوونکی دی چې مونږ باید په راتلونکو لسو کلونو کې د خپلې هوساېنې له لاسه ورکول تجربه کړو.» د هغه په خبره د دې ستونزې معقوله حل لاره به دا وي چې مونږ باید سمدلاسه خپل د مهاجرت سیاست ډیر انعطاف منونکی او ګړندی کړو او بی له پيچلتیا څخه د مسلکي کسانو مهاجرت ته زمينه مساعده کړو.

د آلمان د کارفرمایانو د ټولنې د مشر په باور دغه هیواد هر کال لږ تر لږه ۵۰۰ زره نوره مسلکي کسانو ته ضرورت لري. هغه وایي «مونږ د آلمان په اقتصاد کې شاوخوا ۴۵ میلیونه د ریکارډ تر کچې استخدام شوي کسان لرو. له دې ډلې څخه به په راتلونکو لسو کلونو کې مونږ ۵ میلیونه یي له لاسه ورکړو، کوم چې به د یوه ښه تقاعد مستحق وي.»
د کارفرمایانو د اتحادیي مشر زیاته کړه چې د مسلکي کاري قوي د مهاجرت ترڅنګ باید له داخلي پوتنسیل یا امکاناتو څخه هم استفاده وشي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل