1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په یوه شرکت کې د ډزو په نتیجه کې دوه کسان وژل سوي

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه

د آلمان د باډن وورټمبیرگ ایالت په جنوب کې یو کس د ماشین جوړولو یوه شرکت ته له ننوتو وروسته په ډزو پیل وکړ چې له امله یې دوه تنه وژل سوي او یو تن زخمي سوی دی. شکمن برید گر هم د پولیسو له خوا نيول سوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې قربانیان ددغه شرکت کارکوونکي ول
د جرمني په یوه شرکت کې د دوو کسانو له وژنې وروسته تورن کس نیول سویانځور: Fabian Koss/onw-images/picture alliance

د جرمني پولیسو، په شټوټگارټ کې دآلمان خبري آژانس ته وویل چې تورن کس ماښام ناوخته په زیکاخ سيمه کې نیول سوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې نیول سوی کس،  ۵۲ کلن آلمانی تبعه دی او د نوموړي شرکت چې دغه پیښه پکښي رامنځته سوې ده، کارکوونکی ؤ. پولیسو په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي. په دې اړه پلټنې رواني دي.

اړوند:په آلمان کې د ښی اړخو په جرمونو کې د پام وړ زیاتوالی

ویل کیږي چی ۵۲ کلن بریدګر  تیره شپه (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ پر ۷ مه) ځايي وخت ۱۵ کم شپږو بجو په باډ فریدریش هال کې، نوموړي شرکت ته، په داسي حال کې چې ماسک یې اغوستی ؤ، ننوت او په ډزو یې پیل وکړ چی له امله یې دوه نارینه ووژل سول او یو بل تن سخت زخمی سو.

د پولیسو په حواله د زخمي سوي کس حالت د اندیښنې وړ دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې قربانیان ددغه شرکت کارکوونکي ول.

د پیښې په ځای کې ډیری پولیس حاضرول.انځور: Fabian Koss/onw-images/picture alliance

د پولیسو یوې ویاندې ویلی چې د شرکت نور کارکوونکی هم د پیښې پر وخت هلته په کار بوخت ول چې له ودانۍ څخه انتقال او پولیسو ورڅخه تحقیقات کړي دي. دا چې د پیښې پر وخت د هغوی شمیر څو ؤ، په هکله یې پولیسو جزیات نه دي ورکړي. د پیښې پر وخت د پولیسو له خوا ډزې نه دي ترسره سوي.

اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

ویل کیږي چې د پیښې په ځای کې ډیری پولیس حاضرول. د پولیسوځانگړی عملیاتي تیم (SEK) او د پولیسو یو هلیکوپتر هم د فعالیت په حال کی وو.

له مسیحي  ډیموکراټ (CDU) ګوند څخه ددغه ښار ښاروال، تیمو فري خپله سخته غوصه څرگنده کړې ده. نوموړي د آلمان خبري آژانس ته وویل، دغه شرکت په سیمه کې پیژندل سوی شرکت دی چې ډیر کسان یې په کار گومارلي دي. د هغه د اټکل له مخې تر ۴۰۰ کسانو پوري په دې شرکت  کې کار کوي.

باډ فریدریش هال شاوخوا ۲۰ زره اوسیدونکي لري او د باډن وورټمبیرگ د شمال د هایلبرون په سیمه کې پروت دی. دغه ښار د په اصطلاح د اروپا د میتروپولي يا ستر ښار شتوټگارت یوه برخه ده. په دغه سیمه کې له نیکارزولم، ایپینگین او باډ راپیناو وروسته، باډ فریدریش هال څلورم لوی ښار بلل کیږي.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب