د جرمني د کریفیلد ژوبڼ نن سهار وختي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: «زموږ تر ټولو خراب گومان په حقیقت بدل سو، د بیزوگانو په دغه ژوبڼ کې د اورلگیدنې په نتیجه کې، هیڅ کوم حیوان ژوندی نه دی پاته سوی.»
د ژوبڼ د خبر پر اساس په څنگ کې یې پروت د گوریلاوو څلو ته بیا کوم زیان نه دی رسیدلی خو د بیزوگانو ژوبڼ بیا د دیوالونو تر تهداب پورې په بشپړ ډول سوځیدلی دی.
د اورلگیدنی علت لا په شپه کې نه وو معلوم. لکه څنگه چی د جرمنی د WDR تلویزیون خبر ورکړی، ښایي د نوي کال په شپه پټاکیو دغه اور رامنځته کړې وي.
ژوبڼ په بشپړ ډول سوځیدلی او ټولی بیزوگانی یی مړې سويانځور: picture-alliance/dpa/D. Young د اطفایې عملې د شپې لا د اور په له منځه وړلو پیل وکړ. د کریفیلد مسوول چارواکي به د نن ورځي په جریان کې د دغې پیښې په اړه مطبوعاتي کنفرانس کې نور جزیات وړاندی کړي.
د ژوبڼ د چارواکو له خوا زياته شوې: «په نیمه شپه کې د یوې سختې تراژیدي پیښې سره مخامخ سوو. د بیزوگانو ژوبڼ په بشپړ ډول اور واخیست، د جنایي پولیسو له خوا پلټنې پیل سوي.»
د ژوبڼ په حواله د بیزوگانو له پاره دغه ځانگړې ودانۍ په ۱۹۷۵ کې پرانیستل سوې وه چې شاوخوا ۲۰۰۰ مکعب متره مساحت یی درلود. دلته د بیزوگانو بېلا بېل ډولونه ساتل کیدل.
آيا پوهيږي چې له سپي او بيزو څخه مخکې نور حيوانات هم فضا ته استول شوي ول
د ۱۹۵۹م کال د مې په ۲۸ نیټه د مس بیکر او ایبل په نامه د بیزوګانو یوې جوړې د فضا په لوري خپل سفر پیل کړ. په فضا کې د دوی ۱۵ ورځنی سفر د بشریت له پاره یو نوی پیل وو. له دوی پرته یو شمیر نور څاروي هم فضا ته استول شوي دي.
انځور: imago/UIG/NASAد فضا د ماموریت له پاره د څارویو ټاکل کیدل
د لومړي ځل له پاره په ۱۹۵۸م کال کې د ګورډو کو په نامه بیزو فضا ته ولیږل شوه، خو له بده مرغه دغه بيزو د فضايي سفر پر مهال مړه شوه. په انځور کې د مس بیکر اور ایبل ښکاري. دغه بیزو په فضا کې تر ۱۵ ورځني سفر وروسته په ۱۹۵۹م کال کې بیرته ژوندي راوګرځیدل.
انځور: picture-alliance/dpaبیکر او ایبل د هغو دوو بيزوګانو نومونه دي چې فضا ته استول شوې وې. دوی په فضا کې تر خپل ۱۵ ورځني سفر وروسته، بيرته ژوندۍ ځمکې ته راښکته شوې. خو په دوی کې ایبل ځمکې ته تر راښکته کيدو لږ وخت وروسته مړه شوه، مګر بیکر بيا تر ډير وخته ژوندۍ وه چې بيا په ۱۹۸۴ کال مړه شوه.
انځور: imago/UIG/NASAد مس بيکر او ایبل بيزګانو په څیرد جاذبې په صفر درجه کې د سام نومې بیزو (په انځور کې بیزو) له پاره تجربوي معاينات ترسره نه شول. سام په خپل فضايي سفر کې ژوندی پاتی شو. هغه او بیکر له يو نسل «ریسس» بيزوګانو څخه وې.
انځور: Getty Images/Keystoneفضا ته د لمړنۍ بيزو پرواز
لمړنۍ بيزو هام نومیده چې په کال ۱۹۶۱ کې د فضايي سفر له پاره انتخاب شوه. دغې بیزو د بې وزنۍ د حالت د زغملو له پاره رزونه هم ورکړل شوې وه. ځمکې ته د هام تر راکوځيدو وروسته، بيا د آلن شيپرد په نوم شخص فضا ته سفر وکړ.
انځور: picture-alliance/akg-imagesفضا ته تر ټولو مخکې سپی استول شوی وو
دا یو حقیقت دی چې له بيزوګانو څخه مخکې سپی فضا ته استول شوی وو. فضا ته د سپيو د استول د لومړي ځل له پاره د پخواني شوروي اتحاد د فضايي ادارې له خوا ترسره شوي وو. لايکا په «انځور کې» لومړنۍ سپۍ وه او په دې ترتیب لومړنۍ څلور پښې لورنکی حیوان و چې فضا ته واستول شوه. لايکا له فضايي سفره بيرته ځمکې ته ژوندی راستنه شوه، خو ځمکې ته تر راښکته کيدو څو ساعته وروسته مړه شوه.
انځور: picture-alliance/Photoshotتر لايکا وروسته استريلکا او بیلکا
د لايکا تر مړينې وروسته د پخواني شوروي اتحاد فضايي ادارې په کال ۱۹۶۰ کې دوه نور سپيان فضا ته واستول. د استريلکا او بیلکا په نامه دغه دواړه سپيان له خپل فضايي ماموريت څخه ځمکې ته ژوندي راستانه شول. په دوې کې هم استريلکا يې ښځه سپۍ وه.
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/E. Biyatovله سپيانو څخه د مخه نور څه استول شوي وو
په ظاهر کې سپي تر تولو لومړنی حیوان ياديږي چې فضا ته استول شوي، خو د سپي له ماموريت څخه لس کاله مخکې مچان فضا ته استول شوي ول. دغه مچان په کال ۱۹۴۷ کې په يوه فضايي الوتکه کې استول شوي ول. استول شوي مچان په فضا کې محفوظ ول.
انځور: picture-alliance/dpaد حيواناتو حفاظت تر سايسني څيړنې مهم دی
فضا ته د سپيو او بيزوګانو ماموريتونه بشپړ شول، خو ناسا په فضا کې خپل له حيواناتو پرته ماموريت بشپړولی نه شي. نن ورځ هم پر کوچنيو حيواناتو دغه شان فضايي څيړنې ادامه لري. د اروپا فضايي ادارې په ۲۰۰۷م کال کې يو ډول سست حرکت کونکي ژوي فضا ته واستول. دغه ژوي په فضايي شعاع او همدغه راز په خلاصه فضا کې تر لږ مودې اوسيدو وروسته هم ژوندي ول.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/F. Fox