1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په ۲۰۱۴ کال کې خپله بودجه راکموي

۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعه

د زیود دویچه سایتونګ ورځپاڼې په خبره آلمان په ۲۰۱۴ کال کې په خپله بودجه کې د څه نا څه ۶ میلیارده یورو کموالی پلان کړی دی.

دې ورځپاڼې ویلي دي چې سپما به د ټولو ۱۵ وزارتونو په بودجه کې وشي. خو د سپما تر ټولو لویه برخه د دفاع او ترانسپورت په وزارتونو کې پلان شوې ده. په دې وزارتونو کې به ټول ټال ۳،۳ میلیارډه یورو وسپمول شي. د آلمان د کار موندنې وزارت به هم د پخوا په پرتله لږې پیسې تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه پلان پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره شي، بیا به نو اییتلافي ملګري پر دې باندې غور وکړي چې په ټولنیزو برخو کې د مرکزي حکومت مالي مرستې راکمې کړي چې له دې سره کیدای شي په روغتیایي برخه او د متقاعدینو په معاشونو او بیمو کې هم کموالی راشي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب