آلمان: پوليسو د مهاجرو په وړاندي پراخ عمليات پېل کړل
۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سهشنبه د آلمان د نارډ غاين وېسټفالن ايالت پوليسو د دغه فدرالي ايالت په ښارونو کي د مهاجرو د هويت د کنترولولو پراخ عمليات تر سره کړل. په دې ترڅ کي چارواکو د پناه غوښتونکو په ۳۳ بيلو کمپونو کي د مهاجرو څخه د ګوتو نخښي واخيستې. دا خبر ياد ايالت د آرنسبېرګ چارواکو ورکړی دی.
د پوليسو په دغو عملياتو کي د مراکش، تونس او الجزاير سره تړاو درلودونکي هغه کډوال چي د کډوالو په توګه لا نه ول ثبت سوي، ورته انتخاب ورکول سوی چي په سمدلاسه توګه د پناه غوښتنه وکړي.
د يادو هيوادونو د مهاجرو په هکله اټکل کيږي چي په آلمان کي د پناه تر لاسه کولو او يا قانوني پاته کېدلو ډېر کم چانسونه لري. همدا وجه ده چي د دغو هيوادونو مهاجر له سره ځان په آلمان کي نه ثبتوي ولي چي بېرته خپلو هيوادونو د ته د لېږدول کېدو څخه اندېښنه لري.
د مهاجرو په وړاندي د پوليسو د دغو پراخو عملياتو لامل په دغه فدرالي ايالت کي د هغه نوي قانون د عملي کېدنې پېل دی، چي له مخي يې بايد هر راغلی مهاجر بايد په بيومتري توګه ثبت کړل سي.
دغه معلومات بيا په يو مرکزي کمپيوتري ځېرمه کي ثبتيږي چي د آلمان اړونده ټول چارواکي ورته لاس رسی لري. په دې توګه سره چارواکي د دې مخه نيول غواړي چي کس په بيلو نومونو او هويت سره ځان څو ځايه ثبت کړي.