1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ډیر شمیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته استوي

شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ آبان ۳, یکشنبه

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د آلمان حکومت غواړي په راتلونکې کې ډیر شمیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستوي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو دی.

Symbolbild Flüchtlinge vor Griechenland ertrunken
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د آلماني خبري آژانس د «فرانکفورتر الگماینه سایټونگ» په حواله ویلي دي د آلمان حکومت ټینگار کوي چې د بالکان مسیر د هیوادونو او دولتونو مشران باید نن (یکشنبه د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نیټه) په بروکسل کې د غونډې په ترڅ کې په دې برخه کې د پام وړ یو پرمختگ وښیي.

د آلمان صدارت هیله لري چې د دغې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې باید د اروپایې اتحادیې له کمیسیون څخه غوښتنه وشي چې له افغان حکومت سره د رد شویو کډوالو د منلو په برخه کې موافقې ته ورسیږي. یادې ورځپاڼې دغه مطلب د حکومتي کړیو او داخلي اسنادو په حواله کړې ده. د دغو اسنادو په حواله آلمان اندیښنه لري، ځکه په همدې منځ کې وروسته له سوریې څخه افغانان د کډوالو تر ټولو لویه برخه تشکیلوي.

په حقیقت کې د کلونو راهیسې له آلمان څخه د افغان کډوالو ایستل کیدل درول شوې دي، سره له دې چې نږدې ۵۰ سلنه د دغو افغان کډوالو منل شوې دي.

د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران وایې چې یوازې په هغه صورت کې افغانان باید وایستل شي چې د پناه غوښتنې دوسیه یې په انفرادي او ټولیزه توگه و ارزول شي. ویل شوې دي چې وروسته له ۲۰۱۲ کال څخه په هیڅ یو کال کې د افغانانو تر ۱۰ ډیرې دوسیې په دې ډول نه دي ارزولي.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن «فرانکفورتر الگماینه سایټونگ» ورځپاڼې ته د کډوالو په هکله د سخت دریځ یادونه کړې: « عاجل ضرورت موجود دی چې د رد شوو افغان کډوال د ایستلو بهیر په پراخه پيمانه عملي شي. مونږ باید په دې برخه کې یو واضح دریځ ولرو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب