آلمان: ډېرو ژمنه لرونکو افغانانو د پېسو اخیستل رد کړي
۱۴۰۴ بهمن ۲, پنجشنبه
په پاکستان کې د ميشتو هغو افغانانو زياترو یې چې آلمان ورسره د منل کيدو ژمنه کړې وه، د حکومت هغه لانجمن وړاندیز رد کړی دی چې د پېسو په بدل کې دې آلمان ته له راتګه لاس په سر شي.
د «زوډ ډويچه» ورځپاڼې د پنجشنبې ورځې د يوه رپوټ په حواله د آلمان د کورنيو چارو وزارت د زرغون ګوند د پارلمان د غړې شاهينه ګمبير، د يوې پوښتنې په ځواب کې دا معلومات وړاندې کړي دي. د وزارت له خوا زياته شوې چې له هغو کابو ۷۰۰ افغانانو څخه چې په دې تړاو ورته ليکونه استول شوي ول، يوازې ۱۶۷ یې دغه وړاندیز منلی – ۳۵۷ کسانو بيا هغه رد کړی او پاتو یې لا کومه پریکړه نه ده.
اړونده موضوع: رپوټ: آلمان ته د نه انتقال په بدل کې افغانانو ته د پیسو وړاندیز
زياته شوې ده چې د منل کيدو له پروګرام څخه چې د آلمان حکومت غواړي بند یې کړي، په داوطلبه توګه د لاس پر سر کيدو په بدل کې بايد په زرونو یورو ادا کړل شي.
د يکشنبې په ورځ طالبانو په کابل کې يو «امن کور» تلاشي کړ چېرې چې ۷۹ هغه کسان هم میشت ول چې آلمان ورسره د منل کيدو ژمنه کړې ده.
په آلمان کې اپوزيسيون د کورنيو چارو له وزير الکساندر دوبرينت، او صدراعظم فريدرش میرڅ، څخه غوښتنه کړې ده چې پر خپله دې پريکړه له سره غور وکړي.
شاهينه ګمبیر، د زوډ دويچه ورځپاڼې ته وويل چې تر دې تلاشيو وروسته دوی نه باید «پر خپل نظر ولاړ پاتې شي چې د منلو د پروګرام او يا د بشري حقونو په نوملړ کې د شاملو کسانو د منلو له پاره کومه سياسي ليوالتيا شتون نه لري.»
اړونده موضوع: آلمان د هغو افغانانو چې د منلو ژمنه ېې ورسره کړې د انتقال پروسه چټکه کوي
هغې وويل چې اغیزمن کسان د ژوند له جدي خطر سره مخامخ دي او بايد له کابله د الوتکو په مرسته را وايستل شي.
د آلمان حکومت په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې له هغو کسانو سره د منل کیدو ژمنې وکړې چې په دغه هېواد کې یې د آلمان د پوځ او يا له بېلا بیلو موسسو سره همکاري کړې وه. هغو کسانو ته هم په آلمان کې د منل کيدو ژمنې ورکړل شوې وې چې د بېلا بېلو علتونو له کبله له خطر سره د مخامخ کسانو په ډله کې شامل ول، لکه د ښځو او يا بشري حقونو د برخې فعالين.
خو په برلين کې په تیر میلادي کال کې د حکومت له بدليدو سره دغه پروګرامونه محدود کړل شول. په دې ترتيب هغه کسان چې آلمان ته د راتګ په موخه لا دمخه له افغانستان څخه پاکستان ته تلل ول، هلته بند پاتې شول.