1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي تر هر بل اروپايي هيواد زياتي د پناه غوښتني شوي

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

په اروپايي اتحاديه کي سږکال اګست مياشت کي د مخکني کال همدغې مياشتي په پرتله ۵۴ فيصده زياتي د پناه غوښتني شوي دي. په تېره په آلمان کي زياتو انسانانو د محافظت غوښتنه کړې ده.

Deutschland Symbolbild Flüchtlingszahlen
انځور: Patrick Pleul/ZB/dpa/picture alliance

د احصاييو لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي ادارې يورو سټات د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۵ نېټه) يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کي ويل شوي دي چي د روان ۲۰۲۲ کال په اګست مياشت کي په اروپايي اتحاديه کي تقريبا ۷۷۵۰۰ تنو د پناه غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخي له ياد شمېر څخه اکثريت انسانانو په آلمان کي د محافظت درخواست ورکړی دی. تر آلمان وروسته پر دويم مقام تر ټولو زياتي پناه غوښتني ترلاسه کوونکی هيواد اتريش او پر دريم مقام د فرانسې هيواد ياد شوی دی.

د راپور له مخي په آلمان کي د اګست په مياشت په ټوليزه توګه تقريبا ۱۷۰۰۰ انسانانو د پناه غوښتنه وکړه. په اتريش کي ۱۴۰۰۰کسانو او په فرانسه کي ۱۲۰۰۰ تنو د پناه غوښتنه وکړه.

د آلمان ايالتونه د مهاجرو د نوې څپې و راتګ ته چمتو والی نيسي

زياته شوې چي هسپانيا او ايټاليا د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيوادونه دي چي په اګست مياشت کي په څلورم او پنځم مقام ورڅخه تر ټولو زياتي د پناه غوښتني شوي دي.

په هسپانيا کي په ياده مياشت د پناه غوښتنو شمېر ۸۶۵۰ او په ايټاليا کي تقريبا ۶۰۰۰ ياد شوی دی.

د يورو سټاټ په دغه راپور کي زياته شوې ده چي په اګست مياشت د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي له پناه غوښتونکو څخه تر ټولو لويه ډله د سوريايانو ده چي شمېر يې تقريبا ۱۲۰۰۰ ياد شوی دی. پر دويم مقام تر ټولو زياتي د پناه غوښتنې افغانانو کړي دي چي شمېر يې ۱۰۶۷۵ بلل شوی دی. پر دريم مقام هنديان ياد شوي دي چي په ټوليزه توګه ۴۱۷۰ د پناه غوښتني يې کړي دي.

آلماني سازمانونه: د مهاجرو مياشتنۍ نقدي مرسته دې هم زياته شي

په راپور کي راغلي دي چي د اوکراين وګړو د مخکنيو مياشتو په پرتله د اګست په مياشت کي نسبتا کمې د محافظت غوښتني کړي دي.

په داسي حال کي چي د روان عيسوي کال په مارچ مياشت کي د اوکرايني محافظت غوښتونکو شمېر ۱۳۰۰۰ ؤ، په وروسته مياشتو کي دغه شمېر په ښکاره او تدريجي توګه راکم شوی وو او په اګست مياشت کي ۹۱۵ اوکراينيانو د محافظت لومړۍ غوښتني وکړې. د اوکراين مهاجر په آلمان کي اړتيا نه لري چې د اقامې غوښتنه وکړي، بلکې آزادانه  دغه هېواد ته تللی شي.

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل