آلمان کې یو شمیر ساختماني شرکتونه پر دې له حکومت سره جنجال لري، چې مهاجرو ته د هستوګنځایونو د رغولو لګښتونه یې ندي ورکړي. یو شرکت ادعا کوي چې تر درې میلیونه زیاتې یورو یې پر حکومت پاتې دي.
انځور: DW/S. Ballweg
اعلان
په آلمان کې د مهاجرو د هستوګنځایونو د لګښتونو پر موضوع د حکومت او ساختماني شرکتونو ترمنځ جنجالونه شتون لري.
اوس یو شمیر شرکتونه شکایت کوي چې د دغو هستوګنځایونو د رغولو پیسې ورته ندي ورکړل شوي او کانتینرونه یې هم له وخت څخه دمخه ورته سپارل شوي دي.
د موقتو هستوګنځایونو د یوه رغنیز شرکت رئیس یورګین پارانیټ «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې ته وویل:« مونږ د آلمان پر سیمیزو ادارو باندې له درو میلیونو یورو څخه زیات پور لرو».
د نه محاسبې وړ سیاست
پارنیټ پر حکومت نیوکه وکړه چې د مهاجرو په برخه کې یې سیاست د نه محاسبې وړ سیاست دی. له بل لور، حکومت دا تایید کړې چې ټول هغه ځایونه، کوم چې مهاجرو لپاره په کې کانتینرونه ایښودل شوي وو، خالي دي.
د یاد شرکت د مالي چارو مسئول، ګونتر، وايي چې ده د مهاجرت د کړکیچ له پیل څخه راپدیخوا، څو ځله د آلمان د رغنیزو چارو وزارت ته مراجعه کړې ده:« هلته چارواکي په دې آند ول، چې د مهاجرت بهیر به تر ۲۰۱۹ او۲۰۲۰ کلونو پورې، په هر کال کې له ۸۰۰ زرو څخه تر یو میلیون مهاجرو په راتلو سره به ادامه ولري».