آلمان کې د مهاجرو د شکايتونو د ثبت ځانګړي دفترونه
۱۳۹۶ مرداد ۲۱, شنبهد آلمان په مختلفو ايالتونو او ښارونو کې د خصوصي څارونکو داسې دفترونه جوړ شوي دي چې د حکومتي کارکونکو په هکله د مهاجرو او د مهاجرو په کمپونو کې د رضاکارانو شکايتونه په کې ثبت او په اړه يې رسيدګي کيږي. په آلمان کې ميشت مهاجر کولای شي دغو دفترونو کې خپل شکايتونه ثبت کړي.
په کولن ښار کې
د آلمان په کولن ښار کې هم د مهاجرو د شکايتونو د ثبت لپاره د خصوصي څارونکي دفتر جوړ شوی دی. په دغه دفتر کې مهاجر، رضاکاران او حکومتي کارکونکي کولای شي خپل شکايتونه ثبت کړي. مهاجر کولای شي په کمپونو او هستوګنځايونو کې د رامنځ ته شويو ستونزو په اړه خپل شکايتونه، د دغه دفتر له مسئول سره د ټيلفون يا د مستقيم ملاقات له لارې شريک او ثبت کړي.
د دفتر خصوصي څارونکی خپل فعاليتونه په آزاده توګه مخ ته وړي او د کوم حکومتي يا مهاجرو چارو پورې اړوند ادارې سره تړاو نلري. خصوصي څارونکی په مستقله توګه ترلاسه شويو شکايتونه ته رسيدګي کوي.
ياد دفترونه د انساني کرامت خلاف د هر ډول تاوتريخوالو، تبعيضي چلند او جنسي زورنو په اړه شکايتونو ترلاسه کوي. مهاجر او په کمپونو کې رضاکار کارکونکي کولای شي د نوم له ښودولو پرته هم خپل شکايتونه ثبت کړي، د قانون له مخې د داسې شکايت کونکو نومونه پټ ساتل کيږي.
د شکايتونو د ثبت په اړه د څار دغه خصوصي دفترونه کولای شي د مهاجرو شکايتونو ته د رسيدګۍ په موخه پر حکومت فشار راوړي او په ځينو حالاتو کې خصوصي څارونکي خپله هم کولای شي د مهاجرو له کمپونو څخه ليدنه وکړي او لازم بدلونونه رامنځته کړي.
په هامبورګ ښار کې د مهاجرو د شکايتونو د ثبت دفتر مشري يوه ميرمن کوي. دغه دفتر د روان کال د جولاي مياشتې له لمړۍ نيټې را پديخوا په کار پيل کړی دی چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ادامه ولري.
د هامبورګ ښار د څار په خصوصي دفتر کې هم مهاجر کولای شي د خپلو هستوګنځايونو او آلماني ټولنه کې د ادغام پر موضوع خپل شکايتونه ثبت کړي. څارګره ميرمن په ازاده توګه شکايتونه څيړي او په بدل کې يې پيسې نه اخلي.
د آلمان په هامبورګ ښار کې د څار دغه خصوصي دفتر په داسې حال کې پرانستل شوی چې حکومتي ادارې د مهاجرو د ادغام په برخه کې تر یوې اندازې پاتې راغلي دي.
بادن ویرتمبرګ ايالت
په بادن ورتمبرګ ايالت کې د خصوصي څارونکي دفتر د ايالت په مرکز شتوتګارت ښار کې موقعيت لري. په دغه دفتر کې نه يوازې مهاجر او رضاکاران خپل شکايتونه ثبتولای شي، بلکې د مهاجرو هستوګنځايونو ته نژدې اوسيدونکي هم کولای شي خپل شکايتونه ثبت کړي.
د خصوصي څارونکو دفترونه د شکايتونو په اړه تر څيړنو وروسته د حل لارې چارې وړاندې کوي خو په اړه يې د پريکړو صلاحيت نلري.