1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان کې يوه سړي يوه ښځه په چاړه سخته ژوبله کړې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د آلمان په دورستن ښار کې يوه سړي پر يوې مېرمنې د چاقو په واسطه بريد کړی او سخته يې ټپي کړې ده. نوموړې ښځه تر بريد وروسته سړک ته وتلې او خپل ژوند يې ژغورلی و.

Deutschland | Symbolbild Polizeieinsatz
انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

هغه ۴۲ کلنه ښځه چې يوه سړي وباندې د چاقو په واسطه بريد کړی، تر ژوبلېدو وروسته د سړک په لور تښتېدلې چې عيني شاهدانو ورسره هلته لومړنۍ طبي مرسته کړې او بيا يې پوليسو ته غږ کړی دی.پرتګال کې پر اسلامي مرکز شکمن برید کوونکی افغان دی

شکمن عامل يو ۴۳ کلن سړی دی چې د پوليسو په حواله د پېښې په ځای کې د ډېرو کورنيو د استوګنې د يوې ودانۍ تر مخه ونيول شو. ښځه روغتون ته ولېږدول شوه چې د مړينې خطر ورته متوجه نه دی.چېک: په جنسي تېري او قتل تورن افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

د پېښې د لامل په هکله پوليسو کومې څرګندونې نه دي کړې. دا چې قربانۍ ښځه او شکمن عامل کوم ارتباط سره لري، لا هم معلومه شوې نه ده.  

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب