1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: یوه اته کلن هلک پر لويې لاري موټر ځغلولی دی

۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبه

په آلمان کې یوه اته کلن ماشوم پر یوه داسې لویه لار موټر ځغلولی چې د نورو موټرو سرعت خورا ډیر وو. وروسته ماشوم، د خپل وضعیت تر خرابیدو وروسته موټر درولی دی او په دې پیښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

د آلمان لویې لارې یا آټوبانونه په ټوله نړۍ کې د موټرو د چټک سرعت له کبله پیژندل کیږي.
د آلمان لویې لارې یا آټوبانونه په ټوله نړۍ کې د موټرو د چټک سرعت له کبله پیژندل کیږي. انځور: Imago/J. Tack

د آلمان د پولیسو په حواله، دغه پیښه د دې هیواد دورتمند ښار ته څیرمه د تیرې جمعې په ورځ (د اګست میاشتې په ۲۲مه نیټه) د شپې پرمهال رامنځ ته شوې ده. د دې ماشوم مور د شپې په ۱۲ بجو پولیسو ته زنګ وهلی او د خپل ځوی د لادرکه کیدو احوال یې ورکړی دی. له دې کابو یو ساعت وروسته، ماشوم له موټر سره یوځای د دورتمند پر یوه لویه لار ولاړ موندل شوی دی.

د آلمان د خبري آژانس یا ډي. پي. اې په حواله، دغه ماشوم د زوسټ په نامه په سیمه کې له خپلې مور څخه د اتومات موټر کليد (کلي) پټه کړې او پر لویې لارې یې موټر برابر کړی دی. د معلوماتو له مخې نوموړي هلک د ۱۴۰ کیلومتره في ساعت په سرعت سره موټر چلولی او تر ۸ کیلومتره مزل او د روغتیايي حالت تر خرابیدو وروسته موټر پر لویه لار درولی دی. نوموړي هلک نه یوازې دا چې په قانوني توګه یې د سړک په څنډه موټر درولی او د دریدو څراغونه یې چالان کړي بلکه د نورو موټرو د خوندیتوب له پاره احتیاطي علایم هم د سړک پر غاړه ایښې دي.

په دې پیښه کې چاته مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی. انځور: Facebook/Polizei NRW Soest

تر دریدو وروسته، کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل، نو هلک په ژغړوني غږ ورته وویل: «ما غ وښتل چې یوازې لږ موټر وچلوم.» پولیسو پر ټولنیزه رسنۍ د نوموړي ماشوم عکس العمل هم خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې د شپې په تیاره کې پر لویه لار یوه ماشوم په ساعت کې ۱۴۰ کیلومتره سرعت سره یو موټر چلولی دی. د دې پیښې په زړه پورې اړخ دا دی چې په دې ټول داستان کې چاته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب