ياده قضيه د آلمان د بايرن ايالت په «ګمونډ» کي اوسېدونکي جوړې ته پېښه سوې ده. د خپلې مېرمني په قتل تورن کس د «ويورڅبورګ» په محکمه کي په خپل جرم اقرار کړی دی. د هغه په وينا دا کار يې د خودغرضۍ يا دښمنۍ له کبله نه بلکه د خپلي مېرمني سره د بې انتها مينې لرلو له کبله کړی دی. دغه زوړ سړي زياته کړې: «ما تر څو لسيزو پوري د خپلې ناروغې مېرمني ساتنه او پالنه وکړه. خو دا چي هغه د ډيمينشيا (د حافظې د کمزورتیا) په ناروغي اخته وه، نو يو چا نه يو چای يې بايد دغه کړاو ته د پای ټکی ايښی وای. ما نور نه سوای کولای د هغې تکليف ته وګورم.»
محکمې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه سړي دوه کلنه سزا وځنډوله. نوموړی کس چي اوس ۹۲ کلن دی په ۲۰۱۹ کال کې يې د خپلې مېرمني پر مخ شړۍ اچولې وه او د ساه بندولو په مرسته يې هغه وژلې وه.
د رواني چارو کارپوهانو او حقوق پوهانو ویلي چې مجرم کس د رواني ستونزو له کبله په دغه کار لاس پورې کړی دی. انځور: Daniel Karmann/dpa/picture alliance د زوړ سړي وکيل و محکمې ته د هغه د ژوند په هکله ويلي ول چي د خپلې مېرمني سره يې ډېر خوشاله ژوند لاره. هغه زياته کړې چي د دغه سړي مېرمنه د ډيمينشيا په ناروغي اخته وه او دا چې هغه يې زيات کلونه ساتنه او پالنه کوله. ډيمينشيا هغه ناروغي ده چي زړو انسانانو ته ورپيښيږي او د هغوی دماغي او رواني حالت ته تغير ورکوي. دغه ناروغۍ بېلې بڼي لرلای سي او په زياتو مواردو کي ناروغ انسانان په ځان نه پوهيږي، د حال او ماضي او د انسانانو تر منځ په فرق کولو کي ستونزي لري.
د رواني چارو کارپوهانو او حقوق پوهانو پر دغه قضيه د خپل نظر ورکولو په ترڅ کي ويلي چي دغه زوړ سړي څو لسيزې د خپلې ناروغې مېرمنې ساتنه او پالنه کړې او پخپله په ژور خفګان اخته وو. د هغوی په وينا دغه کس چې کوم جرم کړی دی، هغه يې د خپل رواني حالت او وضعيت له کبله کړی دی.
ک.م./ا.ا./ا.خ.ح.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (26.02.2017):
تر ټولو زيات قتلونه د نړۍ په کومو ښارونو کي؟
د نړۍ بعضي داسي ښارونه سته چي پکښي بېله جګړې قتل او وژنه ورځني جرمونه دي. هر کال د نفوس د هرو ۱۰۰ زرو کسانو پر سر په کوم ښار کي تر ټولو زيات قتلونه کيږي؟ په دغه انځوريز البوم کي يې وګورئ:
انځور: picture-alliance/dpa/CHROMORANGE/M. Memminger۱۶ مقام ـ بالتيمور، د امريکا متحده ايالات ـ ۵۵ قتلونه
د دغه انځوريز راپور معلومات «د عامه امنيت له پاره د مکسيکو ولسي کونسل» د ۲۰۱۴ کال له راپور څخه او له بريتانوۍ ورځپاڼي اندپندنت له وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي دي. له صفر اعشاريه ۵ څخه جګې شمېرې ۱ او کمې صفر ته اړول سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Spencer Platt/Getty Images۱۵ مقام ـ کولياکان، مکسيکو او ماکيو، برازيل ـ ۵۶ قتلونه
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Hernandez۱۴ مقام ـ خوآ پېسوآ، برازيل ـ ۵۸ قتلونه
انځور: picture-alliance/Estadao Contuedo/Wilton Junior۱۳ مقام ـ سانت لويس، د امريکا متحده ايالات ـ ۵۹ قتلونه
انځور: picture-alliance/ZumaPress/D. Carson۱۲ مقام ـ سالوادور، فوتالېسا او ناتال، برازيل ـ ۶۱ قتلونه
انځور: Picture-Alliance/dpa/F. Dana۱۱ مقام ـ سيوداد ګيانا، وينيزويلا ـ ۶۲ قتلونه
انځور: picture-alliance/dpa/D. Fernandez۱۰ مقام ـ کالي، کولمبيا ـ ۶۴ قتلونه
انځور: Fuerzas Armadas de Colombia۹ مقام ـ کېپ ټاون، سويلي افريقا ـ ۶۶ قتلونه
انځور: picture-alliance/dpa۸ مقام ـ پالميرا، کولمبيا ـ ۸۱ قتلونه
انځور: picture-alliance/dpa/Colombian Police۷ مقام ـ والېنسيا، وينيزويلا ـ ۸۲ قتلونه
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gutierrez۶ مقام ـ ديستريتو څېنترال، هوندوراس ـ ۸۴ قتلونه
انځور: Steffen Stubager۵ مقام ـ ماتورين، وينيزويلا ـ ۸۶ قتلونه
انځور: Getty Images/AFP/G. Castellano۴ مقام ـ اکاپولکو، مکسيکو ـ ۱۰۵ قتلونه
انځور: P. Pardo/AFP/Getty Images۳ مقام ـ سان سالوادور، اېل سالوادور ـ ۱۰۹ قتلونه
انځور: Getty Images/AFP/M. Recinos۲ مقام ـ سان پېدرو سولا، هوندوراس ـ ۱۱۱ قتلونه
انځور: Reuters/Honduran Presidential House۱ مقام ـ کاراکاس، وينيزويلا ـ ۱۲۰ قتلونه
د دغه انځوريز راپور معلومات «د عامه امنيت له پاره د مکسيکو ولسي کونسل» د ۲۰۱۴ کال له راپور څخه او له بريتانوۍ ورځپاڼي اندپندنت له وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي دي. له صفر اعشاريه ۵ څخه جګې شمېرې ۱ او کمې صفر ته اړول سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: imago/Xinhua