1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

آلمان؛ یو افغان د چړې د برید له کبله رسماً تورن شو

۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبه

د آلمان فدرالي څارنوالۍ یو افغان د یوه پولیس افسر د قتل په تړاو رسماً تورن کړ. د منهایم په ښار کې د چاقو دغې حملې آلمان ته ټکان ورکړ او د مهاجرت په تړاو ېې یو ځل بیا بحثونه راوپارول.

د آلمان په منهایم ښار کې د یو افغان له لوري د چړې حملې ځای
د ۲۰۲۴م کال په می میاشت کې د آلمان په منهایم ښار کې يو افغان پر پولیس حمله وکړه چې پولیس تر سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړهانځور: Uwe Anspach/dpa/picture alliance

د آلمان څارنوالۍ دغه افغان د چهارشنبې په ورځ تورن کړ چې د افراطي اسلامپالنې انګیزې له مخې ېې یو پولیس وژلی او څو تنه نور ټپیان کړل.

دغه حمله د روان کال د می میاشتې په وروستیو کې د آلمان په منهایم ښار کې داسې وخت وشوه چې د «پکس اروپا» په نوم د اسلام د یوې منتقدې ډلې له خوا یوه غونډه پیلیده.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، فدرالي څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې تورن کس د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې سره «همدردي» لري او د هغې ايډیالوژي تعقيبوي.

د څارونوالۍ په خبره، دغه سړي هوډ درلود چې د ښار په منځ کې پر ېوې لوېې چړې پر هغو کسانو چې هغه «کافر» یا بې عقېده ګڼل، حمله وکړي. په دغه اعلاميه کې راغلي دي: «هغه پر یو پولیس چې د پېښې ځای ته ېې په چټکۍ ځان رسولی وو، حمله وکړه او عمداً يې د هغه پر سر او د بدن پر پورتنۍ برخې د چړې قوي ګوزارونه وکړل.» 

د پولیسو افسر چې په دغه حمله کې سخت ټپي شوی وو، وروسته ېېپه روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

څارنوالانو همدارنګه ويلي دي چې د دغې پېښې د یو شمېر ټپیانو ټپونه هم شديد ول چې د هغوی ژوند ېې له خطر سره مخامخ کړی و. هغه مهال آلمانۍ مجلې شپيګل په خپل رپوټ کې تورن کس د سليمان ع. په نوم یاد کړی و چې ۲۵ کاله عمر لري، د افغانستان په هرات ولایت کې زېږېدلی او د آلمان په هسن ایالت کې ژوند کوي.

تر دغې حملې وروسته په آلمان کې له دغه هېواده د مجرمو کسانو د اخراج بحثونه حتی که هغه د افغانستان او سوريې په څېر ناامنه هیوادونو ته هم وي، یو ځل بيا پيل شول.

آلمان په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل له پاره د روان کال په اګست مياشت کې له دغه هېواده یو شمېر مجرم افغانان افغانستان ته اخراج کړل.

د آلمان امنيتي ارګانونه  تېرکال پر اسرائيل د حماس ډلې تر تروریستي حملې او په ځواب کې ېې په غزې تړانګه کې د اسرائيل تر پوځي عملیاتو وروسته، د افراطي اسلامپالو د ګواښونو پر وړاندې د تیارسي په حالت کې دي.

د روان کال په اګست میاشت کې د آلمان په زولینګن ښار کې د چاقو په یوه بله حمله کې ۳ کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

ويل شوي چې پر دغه حمله تورن کس یو سوریایي وګړی دی. هغه د واټ د سر یو جشن پر مهال حمله وکړه. د دغې حملې مسئولیت داعش ډلې ومانه.

wa/af/mks/sr (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب