1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليسوریه

آلمان یو بل مجرم سوریې ته اخراج کړ

گل غوټۍ پوپل | آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۱۸, پنجشنبه

د آلمان حکومت له یوې میاشتې لږ وخت کې یو بل سوریايی مجرم اخراج کړ. دا سوریې ته، د ۲۰۲۴ م کال په ډسمبر کې د بشارالاسد له راپرځیدو راهیسې، د مجرمو کسانو د اخراج دوهم مورد دی.

د مهاجرو د اخراج په هکله یو سمبولیک انځور
د آلمان حکومت له یوې میاشتې لږ وخت کې یو بل سوریايی مجرم اخراج کړ. انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې دغه ۳۲ کلن څو ځله له قانونه سرغړونه کړې وه او په ۲۰۲۰م کال کې يې له مخدره موادو سره د تړاو او برید په تور په څو کاله زندان محکوم سوی و.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د بیلډ ورځپاڼې ته وویل چې «یوبل سوریايی مجرم نن په یوې تنظیم سوې الوتنې کې سوریې ته اخراج کړای سو.» هغه ویلي دي چې دغه سړی څو ځله له تاوتریخوالي ډک جرمونو او مخدره موادو سره په تړاو محکوم سوی و.

اړونده موضوع: المان: په ۲۰۲۵ م کال اخراجونه ۱۸ سلنه زیات شوي

دغه کس د آلمان په ختیځ کې د زاکسن انهالت ایالت د بورگ په زندان کې د خپل محکومیت د دورې د تیرولو په حال کې و او له هغه ځایه هوايی ډگر ته انتقال سو.

د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې، دغه اخراج د سې شنبې په ورځ تر غرمې وروسته ترسره سوی دی. آلمان په ۲۰۱۱م کال کې په سوریې کې د داخلي جگړې له پیل کیدو او د اسد حکومت له خوا د ډیموکراسۍ د پلویانو له تاوتریخوالي ډک ځپلو وروسته، سوریې ته مستقیم اخراجونه په ټپه درولي وو.

د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې د یاغي ډلو د یوه اتحاد له خوا د اسد له راپرځولو وروسته، خپل ټاټوبي ته د سوریايي مهاجرو د بیرته ستنولو له پاره عریضې مخ پر زیاتیدو دي.

 

خو د آلمان حکومت خبرداری ورکړ چې لاهم د دې خبرې د معلومولو له پاره چې ایا په سوریه کې امنیت سته یا نه، ډیر وختي دی.

د آلمان د اوسني صدراعظم فریدریش میرڅ حکومت چې د ۲۰۲۵م کال په می کې واک ته ورسید، له هغه وخته راهیسې یې د مهاجرت په اړه سخت دریځ نیولی دی او ژمنه یې کړې چې افغانستان او سوریې ته د محکوم سوو مجرمانو اخراج له سره پیلوي.

اړونده موضوع: د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان ته دې اخراجونه ودرول شي

د اسد له سقوط وروسته، سوریې ته لومړنی اخراج د تیرکال د ډسمبر مياشتي په آخره کې عملي سو او د آلمان په لویدیځ کې د گلزین کیرشن ښار اوسیدونکی، یو سوریايی چې د وسله والې غلا، برید او تهدید په تور محکوم سوی وو، د بندیگرت د مودې له تیرولو وروسته سوریې ته اخراج سو. 

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل