جرمونهآلمان
آلمان: یو کس په ډزو وژل شوی او يوه پولیسه ټپي شوې
۱۴۰۳ فروردین ۱۱, شنبه![د نیدرزاکسن ایالت د نينبورګ ښارګوتي - پولیس وايي د مارچ په ۳۰مه پېښه کې وژل شوی چاړه په لاس کس ۴۶ کلن وو](https://static.dw.com/image/68704813_800.webp)
اعلان
د آلمان خبري آژانس په حواله، پولیسو د نیدر زاکسن ايالت په یاد ښارګوټي د پېښې په ځای کې وروسته له هغې حاضر شول، چې هلته یو ۴۶ کلن سړي له چړې سره ليدل شوی وو.
ځايي ورځپاڼې، دي هارکه، په خپلې ويب پاڼې د عيني شاهدانو له قوله ليکلي چې دوی د پېښې په ځای کې د څو ډزو غږونه اوريدلي دي.
بيلډ آلمانۍ ورځپاڼې بیا ويلي چې په چړې مسلح کس په منډه یو اپارتمان ته داخل شو چې بیا د پولیسو په ډزو ووژل شول.
په پېښه کې د پولیسو ټپي شوې افسره په چورلکه کې روغتون ته رسول شوې ده. د آلمان خبري آژانس رپوټ کې د پېښې په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي او نه هم د وژل شوي شخص هويت ښودل شوی دی.
آ/م.ک.ص./ا.ا.