1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: تیر کال د ښي اړخې انګیزې لرونکي پیښې ډیرې شوي

۱۴۰۴ بهمن ۲۶, یکشنبه

د آلمان پولیسو تېرکال د ښي اړخۍ پر انګېزه د سیاسي تاوتریخوالو ۱۵۲۱ پېښې ثبت کړي دي. په آلمان کې مهاجر او سیاسي مخالفان د دغو تاوتریخوالو اصلي هدف ګرځېدلي دي.

آرشیف - د آلمان پولیس
د آلمان پولیسو تېرکال د ښي اړخۍ پر انګېزه د سیاسي تاوتریخوالو ۱۵۲۱ پېښې ثبت کړي ديانځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

د آلمان پولیسو په ۲۰۲۵ کال کې د یو کال مخکې په پرتله د ښي اړخي انګیزې لرونکي د تاوتریخوالو ډېرې پېښې ثبت کړي دي.

د آلمان حکومت په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تېرکال په ټول هېواد کې له ښي اړخې انګېزې سره د سیاسي تاوتریخوالو ۱۵۲۱ پېښې ثبت شوي دي.

 د آلمان د جنايي پولیسو فدرالي اداره: تقریباً هر یوولسم شکمن مجرم یو کډوال دی

د آلمان د فدرالي حکومت د لومړنیو شمیرو له مخې چې د آلمان خبري آژانس له خوا خپرې شوي، دغه پېښې د یو کال مخکې په پرتله ډېرې دي. د جنايي پولیسو فدرالې ادارې په ۲۰۲۴ کال کې د دې ډول تاوتریخوالو ۱۴۸۸ او یو کال مخکې ېې ۱۲۷۰ پېښې ثبت کړې وې.

حکومت ویلي تازه اعلان شوې ارقام ابتدايي دي او امکان لري چې راتلونکې رپوټونو کې تغییر وکړي. رپوټونه باید لومړی د آلمان له ایالتونو د جنايي پولیسو فدرالې ادارې ته واستول شي چې په ځینو حالاتو کې د یو جرم سیاسي انګیزه په دوهم پړاو کې مشخصه کیږي.

د آلمان داخله وزارت: شاوخوا ۴۰۰ افغانان به ډیر ژر آلمان ته راسي

په دې اساس، د دې امکان شته چې د هغو سیاسي جرمونو د پېښو په شمېر کې یو څه کموالی راشي چې د ښي اړخي انګیزه لرونکي دي. په دې اساس دغه جرایم چې شاوخوا ۴ سلنه کم شوي او په ۲۰۲۵ کال کې ۴۱۷۱ پېښې وې، ممکن په نهایت کې تر دې کم وښودل شي.

کومې کړنې سیاسي جرایم ګڼل کيږي؟

معمولا حکومت او د هغه نښو نښانو ته سپکاوی، نفرت او تحقیر په سیاسي جرایمو کې شامليږي. په تاوتریخجنو جرمونو کې بیا د اقدام په حال کې قتل، بدني زیان، له عمومي نظم څخه جدي سرغړونه، پر لارو ترافیک کې خطرناکه مداخله او غیرقانوني نیونې شاملېږي چې دا داسې جرمونه دي چې پکې د قانون د اجرا پر وړاندې مقاومت شوی وي.

ډیر مهاجر له حکومتي مرستو سره آلمان پریږدي

د آلمان کيڼ اړخي ګوند د تېرکال د وروستیو درو میاشتو په جریان کې د تاوتریخجنو جرایمو د جزئیاتو غوښتنه هم کړې وه. د حکومت د ځواب مطابق، پولیس په اکتوبر میاشت کې د ښي اړخېز قتل د ېوې هڅې او په سپتمبر کې له یوې بلې هڅې خبر شوي ول.

د تېر میلادي کال په مې میاشت کې د آلمان فدرالي څارنوالانو د «دفاع وروستۍ څپې» په نوم یوې ښي اړخې افراطي ډلې پر ضد اقدام وکړ. د آلمان په څو ایالتونو کې د همغږو عملیاتو په ترڅ کې ۵ شکمن کسان چې عمرونه ېې د ۱۴ او ۲۱ کلونو ترمنځ ول ونیول شول. د څارنوالانو په خبره، د دغې ډلې موخه د تاوتریخجنو کړنو په ترسره کولو، د آلمان دیموکراتیک نظام ته زیان رسول ول چې په کې ېې په عمدي توګه ېې مهاجرین او سیاسي مخالفان هدف ګرځول.       

آيا د المان راتلونکی حکومت د افغانانو د منلو پروګرام دروي؟

31:36

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب