آلمان: ۲۰ اخراج سوي افغانان بیرته پاکستان ته ستانه سوي
۱۴۰۴ مهر ۲۵, جمعه
په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۱۷ مه) اعلان وکړ چې د سیمه ییزو کارمندانو له پروگرام څخه ۱۸ کسان او د آلمان له خوا د منلو د پروگرام په چوکاټ کې شامل دوه تنه پردې توانیدلي چې بيرته پاکستان ته ننوځي.
پاکستان څو اونۍ مخکې د ښځو او نارینه وو په گډون شاوخوا ۲۵۰ تنه هغه افغانان چې د آلمان له خوا یې د منلو ژمنې درلودې، خپل ټاټوبي ته اخراج کړي وو.
اړوند:د بشري حقونو استازی: افغانان په بیړه ویزې ته اړتیا لري
په اوس وخت کې لا شاوخوا، ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې په دې تمه دي چې آلمان د هغوی د منلو په اړه خپله ژمنه پوره کړي.
په دغو کسانو کې د آلماني پوځ او یا هم نورو آلماني بنسټونو پخواني ځايي کارکوونکي شاملیږي چې په افغانستان کې یې کار کاوه او یا هم د یوه ډیموکراټیک هیواد د بیارغونې له پاره د خپلو فعالیتونو له امله نن ورځ د طالبانو له تعقیب او ځورونې څخه په بیره کې دي.
د آلمان پخواني حکومت هغوی ته د حفاظت ژمنه ورکړې وه او د منلو ډیری پروگرامونه یې پر لارې اچولي ول.
اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی
خو د مسیحي سوسیال او مسیحي ډیموکراټ CDU/CSU او سوسیال ډیموکراټ SPD گوندونو څخه جوړ نوي ایتلاف دغه پروگرامونه تر پوښتنې لاندې راوستل، له افغانستان څخه یې د خلکو د منلو مخه ونیوله، او د ژمنو د پابندۍ پر ماهیت یې شک وښود. یوازې د اداري محکمې د وروستیو پریکړو پر بنسټ په وروستیو اونیو کې تقریباً ۸۰ کسانو ته اجازه ورکړل سوه چې آلمان ته ننوځي.
له سوسیال مسیحي گوند CSU څخه د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت، د نوموړي وزارت په حواله په اوس وخت کې په جلا توگه د هرې قضیې د څېړلو په حال کې دی. په دې ترڅ کې پر هغو کسانو دایره راتنګيږي چې آلمان ته د راتګ په انتظار دي. پاکستان د روان کال په دوبي کې په دې پیل وکړ چې افغانان اخراج کړي او په دې اړه یې هغه کسان هم له پامه وغورځول چې د آلمان له خوا یې د منلو ژمنې درلودې. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې به د روان ميلادي کال تر پایه پورې د هغوی قضیې بلاخره وڅېړل سي.