1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ۲۲ نور افغانان اخراج کړل

نجيب الله زيارمل د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چي ۲۲ افغانان يې د جنايي جرمونو له امله کابل ته اخراج کړل. له دې سره د آلمان د اوسني حکومت پر مهال اخراج سويو افغانانو ټول شمېر ۲۵۰ کسانو ته ورسېد.

په لايپڅيګ هاله هوايي ډګر کي د افغانان د اخراج يوه چارتر الوتکه
په لايپڅيګ هاله هوايي ډګر کي د افغانان د اخراج يوه چارتر الوتکهانځور: Sebastian Willnow/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي يوه بله ډله افغانان (۲۲ کسان) يې په يوه چارتر الوتکه کي افغانستان ته اخراج کړل. ياد وزارت ويلي دي چي دغو ټولو کسانو په آلمان کي جرمي سابقه درلوده.

د ياد وزارت په وینا، د هغوی د اخراج بهیر د افغانستان پلازمېني کابل ته د یوې چارټر الوتکې په واسطه ترسره او «په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.»

په دې توګه، د آلمان د اوسني ایتلافي حکومت له واک ته رسېدو راهیسي خپل هيواد ته د اخراج سویو افغانانو ټول شمېر ۲۵۰ کسانو ته رسېدلی دی. تر دې مخکي د اخراج پرواز د اګست مياشتي پر ۲۵مه وو.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د هغو کسانو د جرمونو لیست وړاندې کړ چي د سې شنبې په ورځ له دغه هيواده اخراج سول. په دغو جرمونو کي قتل، د قتل هڅه، غلا، مسلکي غلا، په زور سره د پیسو یا امتیازاتو اخیستل، سخته بدني صدمه او په قصدي توګه د اور لګولو جدي پېښې شاملې دي.

د جون مياشتي په نیمایي کي د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي غواړي د افغان مجرمینو د اخراج لړۍ پراخه کړي. په هغه وخت کي ویل سوي ول چي په راتلونکي کي به په میاشت کي درې چارتر پروازونه ممکن وي. د راپورونو له مخي د طالبانو ادارې له آلمان څخه د افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه «په اصولو کي» هوکړه کړې ده.

د آلمان حکومت په دوامداره توګه ټینګار کړی دی چي له طالبانو سره اړیکې په «تخنیکي کچه» دي او د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه پیژني.

د اخراج لړۍ پراخول، د آلمان د مسیحي او سوسيال دیموکرات ګوندونو له خوا جوړ سوي ایتلافي حکومت له اعلان سویو موخو څخه يوه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب