اوکراين: روسي ځواکونو په ماريوپل کې يو مسجد ويشتی دی
۱۴۰۰ اسفند ۲۱, شنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزيرې له مولداويا څخه د ۲۵۰۰ اوکرايني مهاجرو د منلو خبره داسې وخت کړې چې ختيځه اروپا مهاجرو سره د مرستو کولو په برخه کې تر فشار لاندې ده.
د فبروري له ۲۴مې چې روسيې پر اوکراين یرغل کړی تر اوسه له اوکراین څخه په مجموعي توګه له دونیم ميلیونو ډیر خلک مهاجر شوي دي. د ختيځې اروپا په يو شمیر ښارونو کې د هستوګنې ځایونه د خلاصيدو په حال کې دي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې له خپل مولداوي سیال سره په پلازمينه، کيشیناو، کې تر کتنې وروسته وويل چې آلمان د اوکراین ګاونډيو سره د مهاجرو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده. بيربوک زياته کړه چې آلمان ته د مهاجرو د انتقال له پاره به خوندي لارې جوړې او تر ډيره به دغه افراد په بسونو کې انتقال کړل شي.
هغې وويل: «اروپا او زموږ هیواد تاسو سره ولاړ او پيوستون کوي. موږ به له تاسو څخه مهاجر واخلو.»
تر اوسه پورې له ۲۷۰،۳۰۰ خلک د اوکراین له سرحد څخه په اوښتو مولداويا ته داخل شوي دي چې له ډلې يې ۱۰۵ زره کسان تر اوسه په دغه هیواد کې پاتې دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ وويل چې په دغه هیواد کې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۹،۱۸۳ مهاجر راجستر شوي دي او آلمان د هغوی تر ۳۰۰ زره پورې کسانو ته د شخصي کورونو وړاندیز کړی دی.
پر يوه مسجد د روسي ځواکونو د حملې ادعا
د یو بل خبر له مخې روسي ځواکونو د شنبې په ورځ د اوکراین په سويل لويديځ بندري ښار، ماريوپل کې یو مسجد چې له جګړې څخه شاوخوا ۸۰ ملکيان په کې ځای پر ځای شوي ول، ويشتلی دی.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي: «روسي يرغلګرو په ماريوپل کې د سلطان سلیمان اعظم او د هغه د میرمنې خرم سلطان مسجد باندې ډزې کړي دي.»
وزارت زیاته کړې ده: «په دغه ځای کې د ترکيي اتباعو په ګډون له ۸۰ ډيرو بالغانو او ماشومانو له ډزو څخه ځانونه پټ کړي وو.»
په ترکيه کې د اوکراین سفارت ويلي دي چې په دغه مسجد کې د ۳۴ ماشومانو په ګډون ۸۶ تنه ترکي اتباع ځای پر ځای شوي ول.
په سملاسي توګه په پيښې کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. د اوکراين حکومت وايي چې روسي ځواکونو د پلازمينې کيف ښار په اطرافو کې هم جګړې ته زور ورکړی دی.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.